اسد 16, 1402 17:59 Asia/Kabul
  •  د پنځه وخته لمانځه رکعتونه او ترتیب

لمونځ د دین ستن ده نو په کولو کې يې له خورا ډېرې پاملرنې کار اخېستل په کار دي. د دې ترڅنګ باید پوه شو چې د پنځه وخته لمانځه رکعتونه کوم ترتیب لري. لیکنه: عصمت الله «میاخېل»

په ورځ کې پنځه وخته لمونځ فرض دی چې د هر وخت لمونځ د هماغه وخت په لومړۍ برخه کې ادا کول غوره خبره ده. دغه پنځه وخته لمونځ او د رکعتونو ترتیب يې په لاندې ډول دی:

۱) د سهار لمونځ

د سهار لمونځ څلور رکعته دی. لومړي دوه رکعته سنت دي او دوه نور رکعتونه فرض دي چې ټول څلور رکعتونه ډک دي. که څوک د سهار لمونځ په امام پسې کوي نو لومړی دې سنت وکړي او بیا دې په امام پسې د جمعې لمونځ وکړي. د لمر تر راختو په جومات کې پاتې کېدل غوره اجر او ثواب لري.

۲) د ماسپښین لمونځ

د ماسپښين لمونځ لس رکعته دی چې لومړي څلور يې سنت دي او بیا ورپسې څلور رکعته فرض دي. په فرض لمونځ پسې دوه رکعته سنت لمونځ کيږي. د ماسپښین لمانځه د فرضو په څلور رکعتونو کې لومړي دوه ډک او دوه وروستي يې تش دي او کوم آیت په کې نه ویل کيږي.

۳) د مازدیګر لمونځ

د مازدیګر لمونځ څلور رکعته دی چې ټول یوځای کيږي. لومړي دوه رکعتونه یې ډک دي او دوه نور یې تش دي. ډک په دې معنی چې تر الحمد لله او آمین وروسته په کې سورت لوستل کيږي خو په تشو رکعتونو کې تر الحمدلله او آمین وروسته سورت نه ویل کيږي.

۴) د ماښام لموڼخ

د ماښام لمونځ پنځه رکعته دی. لومړي درې رکعتونه فرض دي چې له سنتو جلا کيږي. په دغو درې رکعتونو کې لومړي دوه يې ډک دي او درېيم رکعت يې تش دی. په دې پسې دوه رکعته سنت دي. که په ماښام لمانځه پسې د نفل لمونځ وشي نو ډېره غوره او د ثواب خبره ده.

۵) د ماسخوتن لمونځ

د ماسخوتن لمونځ په درې دمو کې کيږي. لومړی څلور رکعته فرض دي چې په دغو فرضو رکعتونو کې لومړي دوه يې ډک او درېيم او څلورم يې تش ادا کیږي. په دې پسې دوه رکعته سنت لمونځ کيږي او تر سنتو وروسته درې رکعته وتر واجب لمونځ دی. په وتر واجب کې لومړي دوه رکعتونه ډک دي او په درېيم ډک رکعت کې تر الحمدلله او آمین او سورت وروسته دواړه لاسونه بیا غوږونو ته پورته کیږي او تر هغې وروسته دعای قنوت یا الهم انا ویل کيږي.