اسد 14, 1402 16:52 Asia/Kabul
  • له بدیو او ناروا کارونو څخه د منع کولو درجې

بد کارونه په هر مهال او هر ځای کې چې وي په بد نوم یاديږي خو له بدیو څخه د یو چا د راګرځولو له پاره هم باید ځينې ټکي په پام کې ونيسئ!

لیکنه: عصمت الله میاخېل

نړۍ ته پيغمبران د اسلام د دعوت او تبلیغ په موخه راستول شوي وو تر څو خلکو ته له بدیو د ځان ژغورنې او د نېکیو د کولو په اړه پیغام ورسوي، یو الله لوري ته خلک راوبلي او د ګڼو درواغجنو خدایانو او بوتانو له لمنځنې خلک راوګرځوي.

اوس خو د پیغمبرانو د رالېږلو لړۍ پای ته رسېدلې او ټول په دې باور لرو چې وروستی پیغمبر (حضرت محمد مصطفی ص) دی نو نېکۍ ته د رابللو او له بدیو د منع کولو کار وروستي امت ته پاتې شوی دی.

 که یو څوک بدکار او ناروا کوي نو د هغوی د منع کولو له پاره درې درجې شته دي:

۱) لومړی خو به هغه په قدرت او لاس سره له بدیو منع کوې.

۲) که په قدرت او لاس سره یو څوک له بدیو نه شې راګرځولی نو په خوله ورته نصیحت وکړه.

۳) که د بدیو د منع کولو له پاره ورته نصیحت هم نه شې کولی نو په زړه کې يې بد وګڼه.

په ټوله کې خبره د بدیو په نه کولو او د نېکیو په کولو کې ده. نو که د بدیو په وړاندې یوه درجه هم په زړه کې ونه لرو نو په خپل ایمان وېره په کار ده.