اسد 14, 1402 16:23 Asia/Kabul
  • خپله ژبه هم کلا ده هم بلا

د الله ج په مخلوق کې انسان هسې عبث نه دی پیدا شوی بلکې د نورو مخلوقاتو په منځ کې د اشرف المخلوقات په نوم یادول یو ستر امر ته د غاړې اېښودلو له امله دی او الله ج انسان ګویا پیدا کړی دی تر څو په پوره توان سره له نورو سره ښه وغږيږي. لیکنه: عصمت الله میاخېل

ښه ژبه او بده ژبه هر سړی پېژني، تر دې چې کوچنی د ښې خبرې په اورېدو غوړيږي  او د بدې هغې په اورېدو یې حالت وېرېدلی او بدل شي. انسان که خپله ژبه په سمو خبرو روږدې کړي نو د ښې او که په بدو خبرو يې روږدې کړي نو د بدې ژبې څښتن دی او د خلکو په منځ کې خپل ګرانښت هم له لاسه ورکوي.

غیبت نه کول، تهمت نه تړل او بدي نه کول د نېکانو کار دی ځکه نېکان په دې باور دي چې بده ژبه عذاب او نېکه ژبه ښه مکافات لري. خپله ژبه کابو کول غوره کار دی او کله کله بیا سکوت غوره کار دی خو د حق د دفاع پر مهال باید ژبه په حقه وکاروې تر څو د چا حق ضایع نه شي.

انسان باید زړه او ژبه پاکه او استواره وساتي ځکه ژبه د انسان د زړه انعکاس دی او دغه ښه ژبه د انسان د نېکمرغۍ لامل هم ګرځي نو ځکه وايي چې انسان عبث نه دی پیدا شوی، باید په پوره توان نېکي وکړي. نو له همدې امله باید نېکان خلک لاندې ټکو ته پام وکړي:

۱) له بدو خبرو او بدو کړنو دې فاصله وساتي.

۲) د نېکانو په مجلس کې کښېنئ!

۳) د بدو خلکو له مجلسه لېرې وګرځئ! ځکه همدغه بدې خبرې په انسان پورې نښلي.

۴) په مجلسونو کې په خلکو پورې ټوکې مه کوئ او مه یې سپکوئ!

۵) داسې ټوکې مه کوئ چې په هغې کې د یو چا حیثیت او عزت ته زیان رسیږي.

۶) له بدو خبرو ځان وساتئ ځکه همدغه بدې خبرې مو شخصیت ته زیان رسوي.

۷) خبرې مو باید ایمان او شخصیت ته زیان ونه رسوي.

۸) شیطان په ځانګړې توګه د انسان دښمن دی نو یوازې د نېکئ خبرې وکړئ!

۹) بدې خبرې د انسان نېکۍ له منځه وړي نو چاته سپکه ژبه مه کاروئ او پر چا د خپلو مرستو او نېکیو احسان هم مه کوئ!

۱۰) د پیغمبر ص په لارښوونو عمل په کار دی ځکه هغه (ص) په نېکو خبرو او کړنو ټینګار کړی دی.

په درناوي