اسد 12, 1402 12:20 Asia/Kabul
  • د سورة الکهف لنډه پېژندنه

سورة الکهف د تلاوت او مصحف په اعتبار ۱۸ سورة دئ، چي د هجرت تر مخه په مکة معظمة کي نازل سوی دئ. سورة الکهف ۱۱۰ آية او ۱۲ رکوع لري.

د دې سورة نوم د ۹ آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي: أَمْ حَسِبْتَ أَنَّ أَصْحَـٰبَ ٱلْكَهْفِ وَٱلرَّقِيمِ كَانُوا۟ مِنْ ءَايَـٰتِنَا عَجَبًا. ژباړه: ايا داسي فکر کوې چي د غار د خاوندانو قصه زما د عجيبه (او حيرت اميزه) نښانو څخه وه. 

په سورة الکهف کي پنځه (۵) واقعې ذکر سوي دي

۱-   اوله قصه د اصحاب کهف (يعني د غار د خاوندانو) ده، کله چي دوی ايمان راوړئ، خو د وخت باچاه نه پرېښول چي پر وحدانيت پاته سي. د باچاه د بيري ولاړه، چي د ستړيا له کبله په يوه غار کي پرېوتل او هلته د ۳۰۹ کاله د پاره بيده وه. بيا الله (عزوجل) را پورته کړل.

۲-   دوهمه قصه د دوو باغونو د خاوندانو ده، چي الله تعالی و يوه ته ډېر غټ او ښايسته باغ ورکړی وو، خو غرور ئې وکئ او ويل ئې چي زما دا ګمان نه کيږي چي ورځ د قيامت دي قائمه سي، نو خپل د عمل سزا ئې وليده. ليکن دوهم کس به خپل باغ ته په ننوتو د الله (رب العزة) ثنا او صفت بيانوی.

۳-   درېيمه قصه د حضرت موسی (عليه السلام) او د الله (رب العزة) يو بل برګزيده او ولي کس تر منځ ده. کوم ته چي پرورديګار (جل جلا له) علم ورکړی وو.

۴-  څلورمه قصه د ذوالقرنين ده، چي الله (عزوجل) لويه باچاهي ورکړې وه، او پر داسي يو قوم پېښ سو چي د ياجوج و ماجوج شکايت ئې ور ته وکئ. نو د دې ظالم قوم په مخ کي ئې د اوسپني ديوال جوړ کئ، تر څو را وا نه وړي. خو قيامت ته نږدې به د ياجوج و ماجوج (چي د يافث بن نوح اولاده ده) به دغه ديوال ماتوي او نوري نړۍ ته به راوزي.

۵-   پنځمه قصه چي ډېره لنډه ذکر سوې ده، هغه د حضرت آدم (عليه السلام) او ابليس واقعه ده چي ابليس د جنياتو څخه وو او سيدنا آدم (عليه السلام) ته ئې سجده و نه کړه.

د ابو درداء (رضي الله عنه) څخه روايت دئ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: څوک چي د سورة الکهف اولني لس آية په ياد (يعني حفظ) کي، هغه به د دجال د فتنې څخه په امن کي سي. (صحیح مسلم)

په بل روايت کي آخري لس آية د سورة الکهف ذکر سوي دي.

 

په سورة الکهف کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي

 

۱-    دا کتاب (قرآن کريم) د الله تعالی له خوا پر خپل بنده (محمد بن عبدالله) نازل سوی دئ.

۲-    مؤمينانو ته زېری دئ او کفارو ته انذار او خبرداری دئ.

۳-   د دې نړۍ هر زينت او ښايست د امتحان په خاطر دئ.

۴-    د اصحاب کهف واقعه.

۵ - د راتلونکي او سبا د کار په باب هيڅ کله بې له (أَن َشَآءَ ٱللَّهُ) خبره مه کوه.

۶ - خپل ځان د هغه کسانو سره ټينګ او ثابت قدمه وساته چي الله (رب العزة) يادوي او ذکر ئې کوي.

۷-   الله تعالی د مؤمينانو اجر نه ضايع کوي او د کفارو او ظالمانو له پاره داسي اور اماده دئ چي د هغو د دېوالو له خوا به را ګير وي.

۸-   د دوو کسانو قصه چي الله تعالی باغونه او مځکي ورکړي وه او يو په دوی کي د ډېر مال درلودونکی وو او خپل پر نفس ظلم کونکی وو.

۹-   مال او زامن د دې ژوند او د دې دنيا زينت دئ، خو د نيکو اعمالو بدله د الله تعالی سره سته.

۱۰-   د قيامت د ورځي بيان.

۱۱-   د سيدنا آدم (عليه السلام) او ملائکة قصه او ابليس د جنياتو او پېريانو څخه وو.

۱۲-   په دې کتاب (قرآن عظيم الشان) کي د هر شي مثال سته.

۱۳-   د الله تعالی رسولان او استازي و انسانانو ته مبشرين (زېري ورکونکي) او منذرين (بېرونکي) را استول سوي دي.

۱۴-   د سيدنا موسی (عليه السلام) او د حضرت خضر (عليه السلام) قصه.

۱۵-   د ذوالقرنين او د ياجوج و ماجوج قصه.

۱۶-   د کافرانو جزا جهنم او دوږخ دئ، ولي چي د الله تعالی په آيتونه او په رسولانو تمسخر کوي او د مؤمينانو له پاره جنت دئ.

۱۷-   که بحرونه (او دريابونه) رنګونه سي، بيا به هم د الله تعالی کلمات خلاص نه سي، که دغسي نور بحرونه ور سره اضافه لا سي.

۱۸-   رسول الله صلی الله علیه وسلم يو بشر او بني آدم دئ، د الله تعالی له خوا ور ته وحي کيږي، چي خلګو ته دا ور وښيي چي ستاسو رب (يعني الله تعالی) يو دئ.