اسد 09, 1402 17:29 Asia/Kabul
  • په کومو ځایونو کې لمونځ کول مکروه دي؟

لمونځ د الله ج پر وړاندې بدني عبادت دی چې د ادا کولو له پاره ځينې شرطونه لري او که هغه شرطونه پلي نه شي نو د لمانځه په قبلېدو کې شک او مکروه والی پیدا کيږي. لیکنه: عصمت الله میاخېل

لمونځ له الله ج سره د خبرو کولو غوره او یوازېنۍ لاره ده نو په پوره عاجزۍ سره لمانځه ته درېدل د لمونځ کوونکي په خیر او ګټه ده. 

دلته به تاسې ته هغه ځایونه وښودل شي چې هلته د لمونځ کول مکروه کار دی:

۱) مقبره

د قبر د پاسه يا یې مخې ته لمونځ کول ناسم کار دی نو په دغسې ځای کې باید د لمانځه له ادا کولو ډډه وشي.

۲) عامه لاره

د اسلام دین خو جامع او بشپړ دین دی نو ځکه يې په عامه لاره کې د لمانځه د نه کول حکم کړی تر څو نورو خلکو ته ستا لمونځ کول خنډ او ځنډ و نه رسوي.

۳) ډيران

د لمانځه له پاره د ځای پاکوالی شرط دی او که د لمانځه ځای ناپاک وي نو هلته دې له لمانځه کولو ډډه وشي ځکه لمونځ ډېر سپېڅلی عمل دی.

۴) د څارویو ځای

په کوم ځای چې څاروي وي او ځای يې هم چټل وي نو هلته دې هم له لمانځه کولو څخه ډډه وشي.

۵) د څارویو د حلالو ځای

په کوم ځای کې چې څاروي حلالیږي هلته دې هم لمونځ نه کيږي ځکه هغه ځای خامخا ناپاک دی او زړه يې هم نه مني.

۶) حمام یا غسل خانه

په حمام کې لمونځ نه کيږي او یو مکروه عمل دی.

۷) غوجل

غوجل د څارویو د تړلو ځای یا کوټې ته وايي نو هلته دې هم لمونځ و نه شي که نه نو«هندو ستړی خدای ناراضه»

۸) ټټۍ یا بیت الخلا

دا ځای هم له ناپاکو ځایونو څخه دی نو دلته او ورته نږدې دې لمونځ ونه کړی شي ترڅو پاک ځای پیدا او هلته لمونځ ادا کړل شي،

په ټوله کې د لمانځه شرطونه او اداب په پام کې نيول له لمانځه سره تړلي دي نو که لمونځ کول غواړې، ښایسته پاک او منظم اودس او تر هغې وروسته دې لمونځ په پاک ځای کې په داسې حال کې ادا کړی شي چې مخه مو قبلې ته وي او د زړه حضور مو د الله ج خواته وي.

دعاوو کې مو یاد ساتئ