د اړتیا پوره کولو«تشناب ته د تللو» له پاره دعا
اسد 07, 1402 18:38 Asia/Kabul
تشناب یا د اړتیا پوره کولو له پاره به لومړی کيڼه پښه دننه کړې او د ثواب په نیت به دا دعا ووايې. [بِسْمِ اللهِ]، اللهُمَّ إِنّي أعُوذُ بِكَ مِنَ الخُبُثِ والخبائِثِ
[بِسْمِ اللهِ]، اللهُمَّ إِنّي أعُوذُ بِكَ مِنَ الخُبُثِ والخبائِثِ
د دې دعا معنی داده : ای الله زه پنا غواړم پر تا له د خبیثو پيریانو څخه که سړی وي که ښځه وي.
اړینه خبره ده ده چې په بیت الخلا کې به مخه قبلې ته نه اړوئ او نه شا ورته اړوئ! د اړتیا پوره کولو له پاره په کيڼه پښه ننوتل او په ښي پښه راوتل په کار دي او د راوتلو پرمهال به دا دعا ووايې:
((غُفْرانَكَ))
د دې دعا معنی: ای الله له تا څخه بخښنه غواړم.