د ښځې او مېړه حقونه کوم دي؟
د انسانانو په خپل منخي اړیکو کې د ښځې او مېړه اړیکې هم ډېرې مهمې دي او دا دواړه ګواکي د نوک او اورۍ په څېر دي له دې کبله اسلام د هغوي په اړوند هم ډيرۍ ښکاره، روښانه او تاکېدي لارښوونې کړې دي.
په دې اړه د اسلام د ښونو لنډيز دا دئ چې مېرمن ته ښايي چې د خپل مېړه پوره غوښتنه او خبره ومني او د هغه په امانت کې هېڅ ډول خيانت ونه کړي، الله تعالى په سورت النساء کې فرمايي: ...فَالصَّالِحَاتُ قَانِتَاتٌ حَافِظَاتٌ لِلْغَيْبِ...(سورت النساء، ایت ٣٤)
ژباړه: نو نېکې ښځي منونکې وي، د مېړه په غياب کې د هغه د مال او عزت ساتونکي وي.
او خاوندانو ته د اسلام حکم دا دئ چي هغوي دې د مېرمنو سره پوره مينه وکړي، د خپل توان او وس سره سم دې ښه خواړه ورکړي، ښه لباس او جامې دې ورته ورکړي او د هغوي د زړه په ساتلو کې دې کمي نه کوي. الله تعالى د سورت النساء په ١٩ ايت کي فرمايي: وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ...
ژباړه: او د خپلو مېرمنو سره ښه چال چلن کوئ.
رسول الله صلى عليه وسلم به د دې قراني لار ښوونو سره سم مسمانانو سړو او ښځو ته د يو بل سره د نېک او ښه چال چلن او د يو او بل د خوشحاله ساتلو په هکله ډېر سخت ټينګار کاوه په دې لړ کي څو مبارک احاديث دا دي: رسول الله صلی الله علیه وسلم لعنت ويلي دي په درو ډلو: يوه هغه ښځه چي شپه پر تېره سي او خاوند ور څخه ناخوښه وي.(سنن الترمذي-٢،٩٧)
بل ځاى رسول الله صلى عليه وسلم وفرمايل دوې ډلي داسي دي چي لمونځونه يې د سره څخه نه پورته کيږي هغه غلام چي د خپل بادار څخه تښتېدلى وي او بل هغه مېرمن چي د خاوند نافرماني کوي تر څو چي د دې عمل څخه ونه ګرځي.(المستدرک على الصحيحين للحاکم-١٧،١٧٦)
او د دې بر عکس په يو بل حديث شريف کي رسول الله صلى عليه وسلم فرمايلي دي: که کومه مېرمن په داسي حال کي مړه سي چي خاوند يې ورڅخه خوښ او راضي وي نو هغه به جنت ته دا خله سي. (سنن الترمذي- ٤،٣٨٨)
په يو بل حديث کي راغلي دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: قسم په هغه ذات چي د محمد صلى الله عليه وسلم روح د هغه په لاس کي دئ! هيڅ ښځه د الله پاک حق تر هغه وخته پوري نه سي ادا کولاى تر څو پوري چي د خپل مېړه حق ادا نه کړي (سنن ابن ماجه-٥،٤٤٩)
او په يوه ډيره مهمه موقع د مسلمانانو ډيري ستري ټولني ته په ځانګړي ډول نارينه ؤ ته نبي کريم صلي الله عليه وسلم وفرمايل: زه تاسو ته د ښځو سره د ښه سلوک او چلن په ځانګړي ډول وصيت کوم: تاسي هغوي د الله پاک په امان سره خپلي کړي دي، او د هغوي فرجونه مو د الله پاک په کليمه باندي ځانته حلال ګرولي دي. (صحيح مسلم -٢٤٥،٦)
په يوبل ځاى کي رسول الله صلي عليه وسلم وفرمايل: په تاسو کي غوره هغه څوک دئ چي د خپلي مېرمني په حق کي ښه وي او زه په تاسو کي د خپل اهل له پاره ښه يم او چي کله مو د ژوند ملګرى وفات سي نو دعا ورته کوئ. (ترمذي)
په يوبل روايت کي راغلي دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: په مسلمانانو کي د زيات کامل ايمان خاوند هغه دئ چي اخلاق يې ښه وي او د خپلي کورنۍ سره د هغه چلن په نرمۍ او ميني سره وي. (المعجم الکبير للطبراني-٣٤١،١٩)