سرطان 22, 1402 12:35 Asia/Kabul
  • پر مور او پلار د اولاد حقوق څه شئ؟

د اسلام مبارک او سپېڅلی دین په ټولنه کي د انسانانو د ژوند د تنظیم او سمون لپاره یو داسي ښه نظام لري، چي په دنیا کي یې هیڅ سارۍ او مثل نسته، اسلام ټولو انسانانو ته داسي حقوق ټاکلي که چیري د هغو حقوقو پوره رعایت وسي په ټولنه کي به هیڅ ستونزي او ناخوالي رامنځته نسي او ټول به د خوښیو ډک ژوند ولري.

د هغو حقوقو له جملې یو یې هم د اولاد حقوق دي، چي پر خپل مور او پلار یې لري، د اولاد حقوق ډېر دي چي ځيني مهم یې په دې ډول دي:

(1) د اولاد اصلاح او سالمه اسلامي روزنه او تربیه:

الله تعالی قرآن مجید کي فرمایې: يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا قُوٓا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلٰٓئِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَّا يَعْصُونَ اللَّهَ مَآ أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ. [سُوۡرَةُ التّحْریم : 6 آیت] ترجمه: اې مؤمنانو!  خپل ځانونه، خپل اولاد او كورنۍ له هغه اور څخه وژغورئ، چي د سون مواد به يې انسانان او ډبري وي؛ پر هغه به سخت زړې او طاقتمني پرښتې څارونکي وي، چي هیڅكله به د الله له حُكم څخه سر غړونه نه کوي او هر امر چي ورته کیږي، هغه به پر ځاى کوي. 

د  آیت ددې ټوټې په تفسیر چي (قوا انفسکم و اهلیکم نارا) امیرالمؤمنین علي رض فرمایي (ادًبُوهم و علموهم) دوی ته اداب ور وښایاست او تعلیم د دین ورته ورکړﺉ او حدیث شریف کي هم راځي چي جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمایي تاسي خپل اولادونه په لمونځ کولو امر کړﺉ چي کله د اوو۷ کالو سي او د لمونځ پر نه کولو یې وهئ چي کله یې عمر لس کاله ته ورسيږي.

که څه هم په دې موده کي اولاد ماشوم او غیرمکلف وي خو بیا هم ددې لپاره د لمانځه امر ورته کیږي چي د عباداتو او فرائضو د ادا کولو عادت یې جوړ سي؛ نو لکه څنګه چي پر مور او پلار د اولاد ظاهري تربیه او روزنه لازمه ده لکه جامې ورکول، خوراک او څښاک ورته برابرول او داسي نور همداسي پر دوی لازمه ده او ددې خپل اولاد ورباندي حق دئ، چي باطني اصلاح یې هم وکړي لکه د توحید او ایمان عقیده ور ښودل او اسلامي اخلاق او اداب ورته ښودل.

(2) پر خپل اولاد ښه نوم  ایښودل:

مور او پلار باید پر خپل اولاد داسي نوم کښېږدي، چي هغه د معنی او مفهوم په لحاظ ښه ويد انبیاوو، صحابه کرامو او نورو صالحینو نومان ورباندي اېښودل ډېر ښه دي، په حدیث کي راځي: ابوسعید او ابن عباس رض یې روایت کړی دئ دوی وایي : ترجمه نبي علیه السلام وویل کوم څوک چي اولاد یي پیدا سي نو ښه نوم دي پر کښېږدي، اداب دي ور وښیي  او کله چي بالغ سي نو نکاح دي ورته وکړي، که چیري دی بالغ سو او والدینو یې نکاح نه ور وکړل او هغه اولاد یې په ګناه کي واقع سو نو ګناه یې پر پلار ده.

دا حدیث مبارک د اولاد پر درو(3) حقوقو مشتمل دئ، چي اول یې پر اولاد ښه نوم ایښودل دي. او بل دا چي  اسم په مسمیٰ کي اثر  کوي د چاچي څومره ښه نوم وي همغسي ښه خویونه او صفتونه پکښي پیدا کیږي.

د اسلام مبین دین هغه نوم چي معنی یې د شرک او کفر وي پر اولادونو اېښودل حرام بللی او که د ناپوهۍ په وجه یو چا پر خپل اولاد ناوړه او بد نوم ایښی وي باید ښه نوم ته یې تبدیل کړي.

ام المؤمنین عایشه رض روایت کوي چي نبي علیه السلام به ناوړه/ بد نوم بدلوی. 

کومو صحابه کرامو چي د جهالت په وخت کي یې پر خپلو اولادونو بد نومان ایښي وو نبي علیه السلام هغه ټول په ښه نومانو ورته تبدیل کړه عبدالله بن عمر (رض) وایي چي د عمر رض د لور نوم عاصیه وه (ګنهګاره) نبي علیه السلام جمیله نوم ورباندي کښېښود.

 

(3) کله چي اولاد بالغ سي نکاح ورته کول:

په مخکي ذکر سوي حدیث شریف کي د اول او دوهم حق وروسته کوم چي موږ بیان کړل دریم د اولاد همدا حق ذکر سوی دی؛ نو کله چي اولاد بالغ سي والدین مکلف دي چي د واده او نکاح غم یې وخوري او په نکاح کولو کي هم باید کوشش وکړي چي خپل زوی ته داسي ښځه ور په نکاح کړي، چي هغه د دیندارۍ او اخلاقو په لحاظ ښه وي، حدیث شریف کي راځي: عن ابی هریرة (رض) قال قال رسول الله صلی ه الله علیه وسلم تُنْكَحُ المَرْأَةُ لأرْبَعٍ: لِمالِها ولِحَسَبِها وجَمالِها ولِدِينِها، فاظْفَرْ بذاتِ الدِّينِ، تَرِبَتْ يَداكَ.متفق علیه) [مشکوة,ج 2 ص, 289] ترجمه: ښځه د څلورو شیانو په وجه په نکاح کیږي؛ د مال او پیسو په خاطر، د ښه نسب قوم او قبیلې په خاطر، د جمال او ښایست په خاطر او د ښه دیندارۍ په خاطر نو ته د هغه دینداري ښځي په نکاح کولو سره کامیابي تر لاسه کړه لاسونه دي سپېره سه. 

او لکه څنګه چي والدین د خپل زوی لپاره نېکه او صالحه مېرمن  به پیدا کوي همدارنګه به د خپل لور لپاره هم د داسي خاوند کوشش کوي چي دینداره انسان  وي او نېک اخلاق ولري، حدیث کي راځي چي نبي علیه السلام فرمایي: إذا جاءكُم من ترضونَ دينَهُ وخُلُقَهُ فأنْكحوهُ. ترجمه: کله چي تاسي ته داسي څوک راسي چي تاسي د هغه په دیندارۍ او اخلاقو راضي یاست نو په نکاح یې ورکړﺉ.

(4) د حرامو خوړلو  او ګناهونو څخه را منع  کول:

لکه څنګه چي هر مسلمان مکلف دی چي خپل ځان له حرامو خوړلو او نورو ګناهونو څخه وساتي همداسي به خپل اولاد هم د حرام خورۍ او نورو ګناهونو څخه راګرځوي, یو حدیث کي راځي چي ابوهریره رض یې روایت کړی دی.

ترجمه: دی وایي چي حسن بن علي رض د صدقې (زکات) له خرماوو څخه یوه خرما راواخیسته او په خوله یې کړه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل توکه - توکه دا (خرما وغورځوه) ته نه پوهېږي چي موږ (بني هاشم) صدقه (زکات) نه خورو.

ددې حدیث څخه دا مالومیږي لکه څنګه چي نبي صلی الله علیه وسلم حسن (رض) د یوې دانې خرما د خوړلو څخه منع کړ او خولې څخه یې ځني راوکښه په داسي حال کي چي هغه ماشوم وو او په حلال او حرام هم نه پوهېدی همداسي هر مسلمان مور او پلار مکلف دي، چي خپل اولادونه او کورنۍ په ډېر جدیت سره د حرامو خوړلو او نورو ګناهونو څخه را منعه کړي.

(5) د اولادونو (لوڼو او زامنو) تر منځ عدل کول او توپیري چلند نه کول:

نبي صلی الله علیه وسلم  فرمایي: اتَّقُوا اللَّهَ، وَاعْدِلُوا في أَوْلَادِكُمْ. ترجمه: د الله تعالی څخه وبېرېږﺉ د خپلو اولادونو تر منځ عدل وکړﺉ.

نو پر مور او پلار لازمه ده چي د زامنو او لوڼو تر منځ فرق ونکړي او ټولو ته مساوي حقوق ورکړي او یو ډول ښه چلند ورسره وکړي، داسي نه لکه د جاهلیت په وخت کي چي زامن به یې غوره او ښه بلل؛ مګر د لوڼو څخه به يې بد راتلل حتی تر داسي اندازې چي لورګاني به یې وژلې او ژوندۍ به یې په خاورو کي پټولې، پدې خاطر چي پر کور به ناسته وي ګټه وټه به نکوي او ساتنه به یې پر دوی تاوان وي او چي لویه سي بیا به یې بل چاته په نکاح ورکوي او دا خبره د دوی نفس نه قبلوله او کله چي به د لور د پیدا کېدو زیرۍ ورباندي وسو دوی به په غوصه سول او مخ به یې تک تور سو لکه الله تعالی چي فرمایي: وَإِذا بُشِّرَ أَحَدُهُم بِالأُنثىٰ ظَلَّ وَجهُهُ مُسوَدًّا وَهُوَ كَظيمٌ،. [سورة النحل :58 آیت] ترجمه: کله چي د دوی (کفارو) څخه یوه ته د لور زیری ورکول سي مخ یې تور واوړي او دی په غوصه وي.

نو مسلمان مور او پلار ته پکار ده چي د جاهلیت ددغه ظلم او ناروا رواج او عادت برخلاف پر خپلو لورګانو همغسي شفقت او رحم وکړي لکه پر زامنو باندي او دواړو ته په یو نظر وګوري او یو ډول حقوق ورکړي.

لیکنه: احمد خاطِري