سرطان 10, 1402 17:16 Asia/Kabul
  • د زامنو هغه ویډیو چې د لمر د تودوخې د مخنیوي په موخه په خپله مور سیوری کوي

درې زامن چې حج ته راغلي وو، پر خپله مور یې له تاوده لمر څخه د ساتنې په موخه سیوري کړې، چې ویډیو یې هم خورا ډېره خپره شوه.

د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه حاجیانو سږ کال په لوی شمیره کې د حج لپاره ګډون کړی او هوا هم ډېره توده ده . د سعودي ادارې له خوا له  ګرمۍ څخه د حاجیانو د ساتنې لپاره هم بیلابیل تدابیر نیول شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې ده چې د هر لیدونکي زړه ته رسیږي. دا ویډیو د دریو زامنو ده چې په مسجد الحرام کې موجود دي او پر خپله مور سیوري کوي ترڅو له ګرم لمر څخه يې وژغوري.

په ویډیو کې لیدل کیږي چې زامنو یې احرام اغوستی او مور یې تورې جامې اغوستي او لمونځ کوي او زامن یې شاوخوا ګرځي او د لمر څخه د ساتنې لپاره یې پر سرونو ټوکر ایښی دی. دا ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې چې خلک یې د خپلو میندو لپاره د زامنو د مینې ستاینه کوي.