سرطان 08, 1402 10:57 Asia/Kabul
  • سرسایه (صدقة الفطر)

لیکوال: مفتي نقيب‌احمد حميدي

د صدقة الفطر لغوي معنا: يعنې د هغې ورځې صدقه چې روژه ماته شي، په هغې ورځ کې.

د صدقة الفطر اصطلاحې معنا: صدقة الفطر هغه معلومه او په معلومه توګه صدقه ده چې د کوچني اختر د ورځې په راتګ سره لازمېږي.

د سرسایې حکمتونه:

۱- له خلکو (فقیرانو) سره مهرباني کول.

۲- هغوی له سوال څخه بې پروا کول د اختر ورځو کې.

۳- د خلکو د خوشالۍ په ورځ هغوى ته هم خوشالۍ وربښل.

۴- د روژې اوږدو کې چې که کوم فسق یا نامناسب کار شوی وي، له هغو د روژې پاکول.

د حدیث کې یې د حکمتونو بیان:

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ تَعَالَى عَنْهُمَا قَال: فَرَضَ رَسُول اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ زَكَاةَ الْفِطْرِ، طُهْرَةً لِلصَّائِمِ مِنَ اللَّغْوِ وَالرَّفَثِ، وَطُعْمَةً لِلْمَسَاكِينِ، مَنْ أَدَّاهَا قَبْل الصَّلاَةِ فَهِيَ زَكَاةٌ مَقْبُولَةٌ، وَمَنْ أَدَّاهَا بَعْدَ الصَّلاَةِ فَهِيَ صَدَقَةٌ مِنَ الصَّدَقَاتِ. أبوداود

د سرسایې تاريخ :

صدقة الفطر (سرسايه) په دويم کال د هجرت د شعبان  په مياشت كې واجب  شوه. الفقه الاسلامي وادلته: (ټوک 3، مخ (2037

 د سریایې حکم :

صدقة فطر (سرسايه) زموږ د امام أبو حنیفه رحمه الله په مذهب کې واجبه ده

د سرسایې د وجوب دلیل حدیث کې:

«1503»  عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا  قَالَ فَرَضَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ  وَسَلَّمَ زَكَاةَ الْفِطْرِ صَاعًا مِنْ تَمْرٍ، أَوْ   صَاعًا مِنْ شَعِيرٍ عَلَى الْعَبْدِ وَالْحُرِّ،  وَالذَّكَرِ وَالأُنْثَى، وَالصَّغِيرِ وَالْكَبِير  مِنَ الْمُسْلِمِينَ، وَأَمَرَ بِهَا أَنْ تُؤَدَّى قَبْلَ  خُرُوجِ النَّاسِ إِلَى الصَّلاَةِ. (بخاري(

په دغه حديث کې د فرض لفظ صراحة پر وجوب دلالت کوي.

الدرالمختار: (ټوک 2 مخ 98(، الفتاوى الهندية: (ټوک ۱، مخ 179)

د سرسایې د وجوب شرایط:

۱- إسلام کې ځکه دا صدقه ده او ثواب ورباندې مرتب دی چې کافر اهل د ثواب نه دی. الدر المختار ۲ / ۷۲، وشرح الدردير بحاشية الدسوقي ۱ / ۵۰۴، ومغني المحتاج ۱ / ۴۰۲.

۲- دویم شرط قدرت دی په ادا کولو د سرسایې، د قدرت دلته دا معنا ده چې په یو مال له اموالو کې به زکات ورکول ورباندې لازم شوي وي که په مال کې هم زکات ورباندې لازم شوی نه وای، یعنې نه یې دومره پیسې درلودې چې زکات ورباندې لازم شي او نه یې دومره څاروي درلودل چې زکات ورباندې لازم شي، نه یې دومره سره یا سپین زر درلودل چې زکات ورباندې لازم شي، نو دغه کس باندې صدقة الفطر یا سرسايه لازمه نه ده؛ دی ورباندې توانمند نه بلل کېږي.

د سرسایې د وجوب وخت:

د وجوب وخت یې د اختر ورځ چې د شوال میاشتې لومړۍ ورځ ده، سهار د لمر په راختلو پیلېږي؛ یعنې د اختر لومړۍ ورځ باندې چې د سهار رڼا راوخیژي نو سرسایه لازمېږي او دا هم اړینه ده چې باید د اختر لمانځه له ادا کولو مخکې ورکړ شي.

دلیل په حدیث کې: عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَال: أَمَرَ رَسُول اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِزَكَاةِ الْفِطْرِ أَنْ تُؤَدَّى قَبْل خُرُوجِ النَّاسِ إِلَى الصَّلاَةِ.

ژباړه: عبدالله بن عمر رضي الله عنه روايت کوي، وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم امر وکړ، د سرسایې پر ادا کولو، مخکې له دې چې خلک د اختر لمانځه لپاره عيدګا ته ځي.

ولې باید د اختر له لمانځه مخکې سرسایه ادا شي؟

ځکه چې د فقير مسکین هم ښه زړه د لمانځه لپاره فارغ شي او په ډاډمن زړه لمونځ وکړي؛ که څوک لرې سیمو کې اوسېږي چې هلته د اختر لمونځ نه کېږي، بیا فرق نه کوي که وروسته شي. سبحان‌الله إسلام څومره حکیم او مهربان دین دی.

د اختر له ورځې مخکې سرسایه ورکول کېدای شي؟

هو له اختر مخکې یې ورکول روا دي؛ د روژې رمضان میاشت کې، له رمضان هم مخکې روا نه ده، پر راجح قول.

الموسوعة الفقهية: وَذَهَبَ بَعْضُ الْحَنَفِيَّةِ إِلَى أَنَّهُ يَجُوزُ تَقْدِيمُهَا فِي رَمَضَانَ فَقَطْ، وَهُوَ قَوْلٌ مُصَحَّحٌ لِلْحَنَفِيَّةِ.

که له چا د اختر په لومړۍ ورځ سرسایه پاتې شي، سرسایه ور نه کړي، بیا هم نه ساقطېږي، وروسته دې ادا وکړي.

کوم جنسونه باید په سرسایه کې ورکړو؟

یو د څلورو جنسونو: غنم / اوربشې / خرما / ممیز

یو د پورتنیو جنسونو څومره اندازه ورکړو؟

که غنم ورکوئ نیمه صاع ورکړئ، که پاتې نور جنسونه ورکوئ پوره یوه صاع ورکړئ!

صاع څه مطلب، یعنې څومره؟

له څېړنې وروسته ویلی شو چې یوه صاع مساوي ده له ۳۸۰۰ ګرامه سره یانې ۲۰۰ ګرامه کم ۴ کیلو.

نیمه صاع ۱۹۰۰ ګرامه؛ یعنې سل ګرامه کم ۲ کیلو. نو غنم که ورکوئ ۱۰۰ ګرامه کم ۲ کیلو بسنه کوي او دا نور جنسونه ۲۰۰ ګرامه کم ۴ کیلو کفایت کوي؛ په دغو جنسونو کې ستاسې خوښه ده.

د دغو پورته جنسونو قیمت ورکول مسکین ته روا دي کنه؟ یعنې سرسایه سهي کېږي که د غنمو د سل کم دوو کیلو قیمت ورکړو یا د هغو نورو جنسونه د دوه سوه کم څلورو کیلو قیمت ورکړو د یو کس پر سر؟

ځواب: هو بلکل زموږ احنافو مذهب کې سهي کېږي، بلکې تر جنس پیسې لا ښې دي؛ ځکه پیسې لا مسکین ته په هره برخه کې ګټه رسولی شي؛ ځکه کله به مسکین غنمو ته اړتیا نه لري، بل شي ته به اړ وي نو چې بېرته یې خرڅوي او پیسې برابروي، تر هغه ښه دا ده چې اول پیسې ورکړل شي.

الموسوعة الفقهية:

وَذَهَبَ الْحَنَفِيَّةُ إِلَى أَنَّهُ يَجُوزُ دَفْعُ الْقِيمَةِ فِي صَدَقَةِ الْفِطْرِ، بَل هُوَ أَوْلَى لِيَتَيَسَّرَ لِلْفَقِيرِ أَنْ يَشْتَرِيَ أَيَّ شَيْءٍ يُرِيدُهُ فِي يَوْمِ الْعِيدِ؛ لأَِنَّهُ قَدْ لاَ يَكُونُ مُحْتَاجًا إِلَى الْحُبُوبِ بَل هُوَ مُحْتَاجٌ إِلَى مَلاَبِسَ، أَوْ لَحْمٍ أَوْ غَيْرِ ذَلِكَ، فَإِعْطَاؤُهُ الْحُبُوبَ، يَضْطَرُّهُ إِلَى أَنْ يَطُوفَ بِالشَّوَارِعِ لِيَجِدَ مَنْ يَشْتَرِي مِنْهُ الْحُبُوبَ، وَقَدْ يَبِيعُهَا بِثَمَنٍ بَخْسٍ أَقَل مِنْ قِيمَتِهَا الْحَقِيقِيَّةِ، هَذَا كُلُّهُ فِي حَالَةِ الْيُسْرِ، وَوُجُودِ الْحُبُوبِ بِكَثْرَةٍ فِي الأَْسْوَاقِ، أَمَّا فِي حَالَةِ الشِّدَّةِ وَقِلَّةِ الْحُبُوبِ فِي الأَْسْوَاقِ، فَدَفْعُ الْعَيْنِ أَوْلَى مِنَ الْقِيمَةِ مُرَاعَاةً لِمَصْلَحَةِ الْفَقِيرِ، وَيُنْظَرُ التَّفْصِيل فِي الزَّكَاةِ.

که قیمت ورکوو د کوم ځای مناسب قیمت به ورکوو؟

ځواب: د هغه ځای چې سرسایه پکې ورکول کېږي؛ نو تاسې که هر چېرې سرسایه ورکوئ، یادو جنسونو کې یو جنس وټاکئ او ياده اندازه یې په بازار کې قيمت کړئ، که هر څومره قيمت یې و، هغه ستاسې د سرسایې شرعي مقدار دی.

سرسایه او زکات باید چېرې ورکړل شي؟

مناسب دا دی چې کوم ځای چې لازمه شي چې هلته یې ورکړي، مسکینانو ته؛ ځکه دغه د هغو مسکینانو حق دی؛ رسول الله صلی علیه وسلم فرمایي: تُؤْخَذُ مِنْ أَغْنِيَائِهِمْ فَتُرَدُّ عَلَى فُقَرَائِهِمْ… ژباړه: د دوی له شتمنو زکات اخیستل کېږي بیا د دوی فقیرانو ته ورکول؛ د دوی فقیران يعنې حق لري لومړی؛ نو سرسایه هم دغسې ده.

د سرسایې نقل کول بل ښار ته روا دي کنه؟ هو روا دي خو که هغه بل ښار کې ډېر مستثنى اړ کس وي، کنه نو مکروه تنزیهي ده.

سرچينې: صحیح البخاري، ابوداود، المبسوط ردالمحتار الموسوعة الفقهية، هندیه، البحرالرائق، الأوزان الشرعیة، مغني المحتاج، الفقه الإسلامي و أدلته،…

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، سحر یې مسولیت په غاړه نه اخلي