جوزا 27, 1402 17:36 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان له خپلو وګړیو غوښتي چې د ذی الحجې میاشت وګوري

دعربي ميډيا له مخې د سعودي عرب حکومت له خپلو ميشتو وګړیو څخه دذي الحجې د مياشتې د کتلو غوښتنه کړې ده.

دغه غوښتنه د سعودي سترې محکمې کړې ده. په غوښتنه کې دا هم ویل شوي چې د ذی الحجې میاشت به د یکشنبې په ورځ (جون ۱۸) کې ولیدل شي.

د سعودي سترې محکمې د سپوږمۍ له لیدونکو څخه غوښتي چې د سپوږمۍ د لیدلو په اړه نږدې محکمې ته او یا د رسمي لاسرسي له لارې راپور ورکړي ځکه چې د سپوږمۍ لیدل د لوی اختر د نیټې په ټاکلو کې مرسته کوي.