د کعبې د احاطې لپاره څو کیلو سره زر او سپین زر کارول کیږي؟
جوزا 22, 1402 17:22 Asia/Kabul
د کعبې پوښ د 670 کیلو ګرامو اصلي او تور ورېښمو څخه جوړ شوی.
بختور انسان به الله پاک خپل کور یعنی بیت الله ته غواړي. د حج د مراسمو مهال دی او حاجیان بیت الله شریف ته د زیارت او حج په موخه تللي. هلته دعاوې قبلیږي او حاجیان د کورنۍ غړو او ملګرو ته دعاوې کوي.
د کعبې پوښ د 670 کیلو ګرامو اصلي او تور ورېښمو څخه جوړ شوی، 120 کیلو ګرامه سره زر او 100 کیلوګرامه د سپینو زرو پاڼوڅخه د کعبې د پوښ په جوړولو کې کار اخیستل کیږي، پداسې حال کې چې د کعبې پوښ په 6 برخو کې جوړ شوی.
ژباړه: عصمت الله میاخیل