۱۴ سوه کاله مخینه لرونکی جومات
۱۴ سوه کاله مخینه لرونکی جومات
د هرات جامع جومات د نړۍ له پنځو پخوانیو مسجدونو شمېرل کېږي، چې د آبي مسجد په نامه هم مشهور دی او ۱۴سوه کاله مخینه لري.
دغه جومات په (۴۶۷۶۰) متره مربع ځمکه کې جوړ شوی، چې ۴۶۰ ګنبدې، ۱۳۰رواقونه ۴۴۴، پایې، ۴ ایوانونه،۴ دروازې او څلور لویې کتیبې لري، چې د قران کریم آیاتونه او د لویو شاعرانو عرفاني شعرنه پرې لیکل شوي دي.
د هرات جامع جومات په یو وخت د ۱۰۰۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري او لویه کتاب خانه یې د ۴ زره ټوکه کتابونو درلودونکې ده. په ۲۹ هجري قمري کال کې کله چې د هرات خلک د اسلام په مبارک دین مشرف شول دغه لوی معبد د مسلمانانو پر مسجد بدل شو، چې بیا تر ننه پورې څو ځله له سره رغول شوی دی ان اوس هم په کې د جومات د ښکلا او زینت لپاره کار روان دی.
د جومات اوسنۍ بڼه د تیموریانو د لاس معماري ده. په ۴۱۴ هجري کال کې د جومات یوه برخه چې پر لرګیو پوښل شوې وه د اور د لمبو خوراک شوه، چې بیا له سره ورغول شوه.