د روژې فقهي مسائل
که چیري شیدې ورکونکې ښځه د روژې په نیولو سره و دې حد ته ورسیږي چی یا کمزورې سي او یا هلاکیږي او یا ماشوم وږی کیږي او هلاکیږي نو روژه دي وخوري او بیا دي قضاء راوګرځوي.
د روژې فقهي مسائل (3)
ځواب: عبدالغفار جُبیر
- کله چي د ماشوم د مرګ وېره وي:
که چیري شیدې ورکونکې ښځه د روژې په نیولو سره و دې حد ته ورسیږي چی یا کمزورې سي او یا هلاکیږي او یا ماشوم وږی کیږي او هلاکیږي نو روژه دي وخوري او بیا دي قضاء راوګرځوي.
(فتاوی دارالعلوم دیوبند ۴/ ۴۶۴/ مفتی اعظم عارف بالله حضرت مولانا مفتی عزیز الرحمن عثمانی/ دارالاشاعت کراچی/ ۲۰۰۲
۹: سوال: ایا په خوله نیت کول ضروري دی؟
ځواب:
اړینه نه ده چی نیت په خوله وویل سي بلکي صرف په زړه کي اراده کول کا فی ده، او د روژې لپاره د پېشلمې خوراک هم د نیت پر ځای درېدلای سي.
(هندیه ۱/ ۱۹۵، جواهرالفقه ۱/ ۳۷۸/ مفتی اعظم مفتی محمد شفیع رحمة الله علیه)
۱۰: سوال: ایا د نیت پرته لوږه روژه ده که یا؟
ځواب:
که یو چا ټوله ورځ نه خوراک کړي وي او نه ئې څښاک کړی وي تر ماښامه پوری او په زړه کي ئې د روژې اراده نه وي نو دغه روژه نه صحیح کیږي.
( هندیه ۱/ ۱۹۵)
۱۱: سوال: بې پېشلمي روژه نیول درسته ده که یا؟
ځواب:
که څه هم پېشملې کول سنت دی خو که یو څوک بیله پېشلمي روژه ونیسي او د روژې نیت ئې کړی وي روژه ئې درسته ده.
( فتاوی دارالعلوم دیوبند ۴/ ۳۹۶/ مفتی اعظم عارف بالله حضرت مولانا مفتی عزیز الرحمن عثمانی/ دارالاشاعت کراچی/ ۲۰۰۲، شامی زکریا ۳/ ۴۰۰/
۱۲: سوال: په کومو روژو کي نیت له شپې څخه ضروري دئ؟
ځواب:
د رمضان د قضایي روژو، غیر معین نذر، د کفارې د روژو او همدا ډول د هغو نفلي روژو د قضاء لپاره چي تر شروع وروسته فاسدي شوی وي، د سپېدو تر چاودلو مخکي ئې نیت کول ضروري دی او که چیری یی نیت د سپېدو تر چاودلو مخکي ونشی روژې ئې صحیح نه دي.
( هندیه۱/ ۱۹۶)
۱۳: سوال: هغه کارونه کوم دي چي روژه نه فاسدوي؟
ځواب:
په هېره خوراک، څښاک او جماع کول دا روژه نه فاسدوي. (مراقی الفلاح ۳۶۰)