حمل 19, 1402 12:01 Asia/Kabul
  • د سږ کال سرسایه څومرې او چاته ورکول کیږي؟

۲: سرسایه شتمن کس ته نه ورکول کیږي، په کورنۍ کي و خپلی مېرمنې ، مور، پلار، زوی،لور، لمسي، لمسۍ، نیکه او انا/ نیا ته نه ورکول کیږي—خو و بل لور ته په کورنۍ کي یی و خور، ورور او یا بل قریب ته ورکولای شئ، که مستحق وي.

نېغ په نېغه د عالمانو په ژبه

د سږ کال سرسایه څومرې او چاته ورکول کیږي؟

دا لیکنه ضرور ولولئ او شیر یې کړئ!

سوال: که لطفا د سرسایې په هکله دغه سوالونه راته ځواب کړي ډېره مهرباني به مو وي:

۱: د صدقة الفطر(سرسایې) حکم څه دی؟

۲: سرسایه په کورنۍ کي و چاته نه ورکول کیږی؟

۳: که د یوه یا دوو کلونو سرسایه پاتې وي څه وکړو؟

۴: سرسایه باید په کوم وخت کي ورکړل شي؟

۵: د دوو کلونو سرسایه مخکي ورکول څنګه دي؟

۶: نصاب څو دی، او پر څومرې پیسو باندي سرسایه کیږي؟

٧: موږ ولي سرسایه ورکوو؟

ځواب: عبدالغفار جُبیر

۱: سرسایه د حضرت امام ابوحنیفه رضی الله عنه په مذهب واجب ده او ځینی امامان رضوان الله عليهم اجمعین وايي چی فرض ده.

۲: سرسایه و شتمن کس ته نه ورکول کیږي، په کورنۍ کي و خپلی مېرمنې ، مور، پلار، زوی،لور، لمسي، لمسۍ، نیکه او انا/ نیا ته نه ورکول کیږي—خو و بل لور ته په کورنۍ کي یی و خور، ورور او یا بل قریب ته ورکولای شئ، که مستحق وي.

۳: داچي سرسایه واجب ده نو که پخپل وخت باندي اداء نه کړل شي هغه پاتی ده هغه پور ده هغه بیا د کال په هروخت کي ورکولای شئ.

۴: ثواب چي لري سرسایه باید په روژه او د اختر په ورځ باندي ورکړل شي- ور نه د کال په هروخت کي یی هم ورکولای شئ

۵: د دوو کلونو سرسایه ورکول روا ده هیڅ پروا نلري- که د کورنۍ د غړو تعداد معین وو او که تغیر پکښې راتلئ نو پکار داده چی د هر کال سرسایه په هغه وخت کي اداء کړل سي.

۶: نصاب د سپینو زرو له کبله ټاکل کیږي يعنى ٧٠٠ ګرامه سپين زر ، که چیري ددغې اندازې سپینو زرو افغانۍ یا پاکستاني او هندی روپۍ ولري هغه به سرسایه ورکوي، چی پر هر چا زکات فرض وو پر هغه نفر باندی سرسایه هم واجب ده.

یادونه: په سرسایه کي کال تېرول نه غواړي، کله چي سرسایه ورکوئ په هغه وخت کي چي پورتنی رقم ولرئ سرسایه واجب ده. کېداى سي په افغانستان کي سرسايه مختلفه ځکه وي چي د غنمو قيمت په دوو ولايتو کي يو ډول نه دى ـ

٧: زکات کلنۍ مالي فریضه ده او سرسایه صرف د اختر د ورځې مالي فریضه ده،نو ځکه یې ورکوو.