حمل 16, 1402 11:53 Asia/Kabul
  • د روژې نيولو اخروي ګټې!

روژه د صبر مياشت ده. او د صبر ثواب او بدله جنت دى. (مشکوة 173). روژه ماتى ورکول روژه دار انسان ته په دې سره کناهونه بښل کېږي او نفس د اور څخه اذادېږي. او په دې سره د روژه نيونکې په اندازه ثواب دى. (مشکوة 173)

د روژې نيولو اخروي ګټې!

روژه د صبر مياشت ده. او د صبر ثواب او بدله جنت دى. (مشکوة 173)

روژه د همدردۍ او احساناتو مياشت ده. ( د فقيرانو مسکينانو ، کونډو ضعيفانو سره) (مشکوة 173)

د روژې په مياشت الله تعالى جل جلاله دمومن رزق زياتوي. ( کله په مقدار سره کله په کيفيت او برکاتو سره ) (مشکوة 173)

روژه ماتى ورکول روژه دار انسان ته په دې سره کناهونه بښل کېږي او نفس د اور څخه اذادېږي. او په دې سره د روژه نيونکې په اندازه ثواب دى. (مشکوة 173)

هر انسان چې روژه دار موړ کړي. الله تعالى جل جلاله دا داسې حوض څخه اوبه ورکړي. چې بيا به نه تږى کېږي. تر دې چې جنت ته ننوځي. (مشکوة 173)

دروژې مياشت اول يې رحمت منځ يې بښل او اخر يې د اور څخه خلاصون دى. (مشکوة 173)

روژه نيول په مسلمان فرض ده. الله تعالى جل جلاله فرمائي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (183)

ژباړه: (اى مومنانو! فرض شوې ده په تاسو روژه لکه چې په مخکنيو مسلمانانو فرض شوې وه. ددې لپاره چې په تاسې کې تقوا او پرهيز ګاري پيدا شي)

اول : د روژې په هره شپه کې الله تعالى جل جلاله ځېنې بنده ګان د اور څخه خلاصوي.

عَنْ جَابِرٍ رضي الله عنه قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( إِنَّ لِلَّهِ عِنْدَ كُلِّ فِطْرٍ عُتَقَاءَ ، وَذَلِكَ فِي كُلِّ لَيْلَةٍ ) . رواه أحمد (21698) وابن ماجه ( 1643 ) . وصححه الشيخ الألباني في " صحيح ابن ماجه " .

دوهم : د روژې په راتللو سره د دوزخ دروازې بندېږي.

وعن أبي هريرةؓ ، أَنَّ رسولَ اللَّهِ ﷺ قالَ: إِذا جَاءَ رَمَضَانُ، فُتِّحَتْ أَبْوَابُ الجنَّةِ، وغُلِّقَت أَبْوَابُ النَّارِ، وصُفِّدتِ الشياطِينُ متفقٌ عَلَيْهِ.

دریم : د روژې په مياشت کې د ليلة القدر شپه شتون لري چې د زرو شپو څخه غوره ده.

هِيّ لَيلةٌ خَيرٌ مِن ألفِ شهْر

څلورم : رسول الله (ﷺ) فرمائي: چې د انسان د هر نيک عمل په مقابل کې نيکي زياتېږي. د يوې نيکۍ په مقابل کې لسو څخه تر ٧٠٠ ځلو پورې نيکۍ زياتېږي.

الله تعالى جل جلاله فرمائي:

مګر روژه نيول ځکه چې دا زما لپاره ده او زه په دې سره بدله ورکوم.

ولي الله جل جلاله داسی وایی چی اجرونه زه ورکوم چی روژه یو داسی عبادت دي چي ریاء خالي ده او سړي فکر کوي که روژه پټه وخورم هم مي الله جل جلاله ګوری اګرکه بل څوک یی ونه ویني بل داچی الله جل جلاله خوراک نه کوي نو د خپل بنده په دغه عمل هم زیات خوشحالیږی،

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( كُلُّ عَمَلِ ابْنِ آدَمَ يُضَاعَفُ الْحَسَنَةُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا إِلَى سَبْعمِائَة ضِعْفٍ ، قَالَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ : إِلا الصَّوْمَ فَإِنَّهُ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ )

او خپل شهوت او خواړه زما له کبله پرېږدي. روژه نيوونکي لپاره دوه خوشحالۍ دي. يو د په روژه ماتي کې او بله خوشحالي چې کله د رب تعالى جل جلاله سره لېدنه کېږي. د روژه نيوونکي د خولې خوشبوئي د د مشکو د خوشبوئي څخه هم الله تعالى جل جلاله ډېره خوښوي. روژه ډال دى د شيطان او ګناهونو لپاره .

کله چې انسان روژه وي نو د بې ځايه او ناروا خبرې او شور دې نه کوي. او که څوک ورسره جنګ کوي نو ورته دې ووائي چې زه روژه يم.یعنی خوله سترګی هر څه مي روژه دی

وقال النبي صلى الله عليه وسلم : ( إِذَا أَصْبَحَ أَحَدُكُمْ يَوْمًا صَائِمًا فَلا يَرْفُثْ ، وَلا يَجْهَلْ ، فَإِنْ امْرُؤٌ شَاتَمَهُ أَوْ قَاتَلَهُ فَلْيَقُلْ : إِنِّي صَائِمٌ إِنِّي صَائِمٌ ) رواه البخاري (1894) ومسلم (1151

په پورتني حديث کې د روژې ګټې دا دي.

روژه په ورځ د الله تعالى جل جلاله سره خبرې کوي. (مشکوة 173) الترغيب والترهيب بتحقيق الشيخ الباني مخ 1401: