حمل 15, 1402 10:01 Asia/Kabul
  • د هند د پنځم ګورګاني امپراتور شاه جهان په امر جوړ شوی جومات

د هند د پنځم ګورګاني امپراتور شاه جهان په امر جوړ شوی جومات

د ډهلي جامع جومات د هند تر ټولو لوی او د شلمې پېړۍ تر پایه پورې د اسلامي نړۍ ښکلی جومات بلل کېده.د جومات بېرونۍ محوطه پر سرو ډبرو او دېوالونه یې پر سرو مرمرو پوښل شوي دي.دغه جومات دوه لوی مرمرین منارونه، درې لویې ګنبدې او دغه راز څو نور واړه منارونه او کوچنۍ ګنبدې لري.تاریخ لیکي چې د ډهلي جامع جومات د ۱۶۵۰ او ۱۶۵۶م کلونو ترمنځ د هند د پنځم ګورګاني امپراتوراو د تاج محل جوړونکي شاه جهان په امر جوړ شوی دی، چې په ۱۰۶۶هـ ق کې د اختر پر ورځ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.شاه جهان پر تاج محل سربېره ګڼ شمېر جوماتونه په آګرا، اجمیر او لاهور کې جوړ کړي دي. د ډهلي جامع جومات ۸۰ متره اوږدوالی او ۴۰ متره پلنوالی لري. دغه جومات د ۵۰۰۰ کارګرو لخوا د شپږو کلونو په موده کې جوړ شوی دی. د دوو منارونو لوړوالی یې تر ۴۰ مترو پورې رسېږي.
د جومات داخلي غولی پر سپینو او تورو مرمر پوښل شوی، چې د هر لمونځ کوونکي د سجدې ځای بیا پر ځانګړو مرمرو ښایسته شوی دی.
د جومات پر بېرونیو دېوالونو په پارسي ژبه او ثلث خط لس کتیبې هم لیکل شوې دي. د دغه جومات بېرونۍ محوطه د ۲۵۰۰۰ لمونځ کوونکو د ځاېدو وړتیا لري.