هغه جومات چې د بنسټ ډبره یې پیغمبر (ص) اېښې
هغه جومات چې د بنسټ ډبره یې پیغمبر (ص) اېښې
د نړۍ له دریو لویو جوماتونو یو هم نبوي جومات دی، چې د سعودي عربستان هېواد په المدينه ښار کې موقعیت لري.
دا جومات د اسلام د سترلارښود حضرت محمد (ص) په لاسونو د انصارو په مرسته ودان شوی دی. دا چې په دې جومات کې د حضرت محمد (ص) آرام ګاه هم شته، نو د (حرم محمد) او (حرم نبوي) په نومونو هم یادېږي او د مسلمانانو لپاره سپېڅلی زیارت دی.
د قبا جومات له جوړولو وروسته د نبوي جومات د بنسټ ډبره د هجرت په لومړي کال د حضرت محمد (ص) په مبارکو لاسونو اېښودل شوې ده.
په لومړیو وختونو کې د دغه جومات دېوالونه له خامو خښتو جوړ شوي وو، پر سر یې د ونو خاښونه اچول شوي او ستنې د خرما له ونو څخه تیارې شوې وې.
دغه جومات اوس د نړۍ تر ټولو ښکلی جومات بلل کېږي. جومات ټول ټال (۹۸٬۵۰۰) متره مربع پراخوالی لري، چې پر یوه وخت د (۶۰۰٬۰۰۰) لمونځ کوونکو ظرفیت لري. دغه شمېره د حج په مراسمو کې له (۱٬۰۰۰٬۰۰۰) کسانو هم اوړي. لویه ګنبده یې چې د (خضر) په نامه یادېږي (۱۹۷) متره مربع لویوالی لري.
نبوي جومات ټول ټال (۱۰) منارې لري، چې لوړوالی یې تر (۱۰۵) مترو پورې رسېږي. دغه جومات ۹ ځلې پراخ شوی او رغول شوی دی، چې د وروستي ځل لپاره د فهد بن عبدالعزیز په امر په ۱۹۸۵ کال کې ورغول شو. نبوي جومات د نړۍ تر ټولو ښکلی جومات هم بلل کېږي.