د شاه فیصل جومات هم د نړۍ له لویو او مشهورو جوماتونو څخه دی
د شاه فیصل جومات هم د نړۍ له لویو او مشهورو جوماتونو څخه دی
د شاه فیصل جومات چې د پاکستان په اسلام اباد کې موقعیت لري، د نړۍ د لویو او مشهورو جوماتونو په ډله کې راځي. دغه جومات په (۵۰۰۰) متره مربع ځمکه کې ودان شوی، چې پر یو وخت د (۳۰۰۰۰) زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري.په ۱۹۶۶ کال کې کله، چې د سعودي عربستان پاچا شاه فیصل بن عبدالعزیز اسلام اباد ته سفر وکړ، د دې جومات د جوړولو انګېزه ورسره پیدا شوه.د جومات د جوړولو لپاره د ۱۷ اسلامي هېوادونو د معمارانو ترمنځ سيالي پیل شوه، چې د یوه نوي او پرمختللي جومات د جوړولو طرحې چمتو کړي. د ۴۳ طرحو له منځه د ترکي معمار (ودات دالوکای) طرحه ومنل شوه او د جومات د جوړولو کار رسماً پیل شو.دا چې د جومات ټول لګښت د شاه فیصل بن عبدالعزیز لخوا ورکړل شوی، نو په همدې نامه نومول شوی هم دی. د شاه فیصل جومات یوه لویه ګنبده او څلور لوړې منارې لري.د جومات پر دېوالونو د مشهورو پاکستاني خطاطانو لخوا په کوفي لیک لیکنې شوې دي.
دغه جومات پر نارینهوو سربېره د ۱۵۰۰ ښځینه لمونکوونکو لپاره هم ځانګړی ځای لري.د شاه فیصل جومات پر نورو ملحقاتو سربېره، کتابتون، رسټورانټ او یو پوهنتون هم لري، چې ۷۰۰ محصلین په کې پر زدهکړو بوخت دي. دغو ټولو ملحقاتو د جومات شاوخوا سیمه پر یوه واړه ښارګوټي بدله کړې ده.