په کوم وخت کې روژه نه نيول ستونزه نه لري؟
چې د کوم کس د مرض او تکلیف له وجهې د روژې نېولو طاقت نه لري یا یې د مرض د زیات والي خطره وي هغه ته د روژې نه نېول جائز دي او نور په لاندې ډول راغلي دي:
په داسې وخت کې خیر ده که روژه ؤ نه نېول شي!
۱
چې د کوم کس د مرض او تکلیف له وجهې د روژې نېولو طاقت نه لري یا یې د مرض د زیات والي خطره وي هغه ته د روژې نه نېول جائز دي.
۲
چې د کومې زنانه په نس ماشوم وي د روژې له نېولو سره زنانه ته یا یې د نس ماشوم ته نقصان وي روژه نه نېول ورته جائز دي.
۳
چې کومه زنانه ماشوم ته شېدې ورکوي د روژې له وجهې زنانه ته یا یې ماشوم ته خطره وي یا د شېدو د کمېدو خطره وي د روژې نه نېول جائز دي.
۴
چې کوم کس د سفر په اندازه مزل ولري روژه خوړل ورته جائز دي خو نېول یې افضل دي.
۵
که کوم روژه دار د ظالم یا کافر له طرفه په مرګ ؤ ګواښل شو او د روژې خوړلو ته مجبور شو هغه ته هم د روژې خوړل جائز دي.
۶
که لوږه یا تنده یا مرض دومره زیات شو چې انسان د هلاکېدو خطره وه روژه خوړل جائز دي.
۷
د زنانه لپاره په حیض او نفاس کې روژه نېول حرام دي.
جواهرالفقه/ج۱/ص۳۸۱/