فرض ، واجب ،سنت او مستحب څه ته وايي او په پريښودو يې څه پښيږي؟
دفرض حکم : په کولو ثواب او په نه کولو يې بې له عذره عذاب دى او اتفاقي فرضو څخه انکار کفر دى او فرض په دوه قسمه دي.
فرض ، واجب ،سنت او مستحب څه ته وايي او په پريښودو يې څه پښيږي؟
د فرض ،واجب،سنت ،مستحب ، اومبا ح بيان په لاندې ډول دی :
١- فرض په لغت کې په معنى دتعين کولو او اندازه کو لو سره دى اوپه اصطلاح کې هغه کار او حکم دى چې ثابت شوى وي په داسې دليل سره چې هيڅ شک او شبهه پکې نه وي لکه پنځه وخته لمونځ کول او روژه د رمضان .
دفرض حکم : په کولو ثواب او په نه کولو يې بې له عذره عذاب دى او اتفاقي فرضو څخه انکار کفر دى او فرض په دوه قسمه دي :
١- فرض عين : هغه فرض دي چې په هر مکلف باندې لازم دي او ځينو کسا نو په کولو سره د نورو له غاړې نه ،نه سا قطيږي .
٢-: فرض کفا يې : هغه فرض دي چې په هر مکلف فرض او دې ځينو کسا نو په اداء کو لو سره د نورو غاړه ورباندې خلاصيږي لکه دجنازې لمونځ او تبليغ چې دځنيو په اداء کولو اوکولو سره دنورو دغاړو څخه سا قطيږي.
واجب : په لغت کې ددائم ،لازم ، سزا وار ، وړ ، لا ئق او دسقوط په معنى سره هم راغلى دى لکه چې الله (ج ) فرمايلي دي (فا ذا وجبت جنو بها ) معنى اذا سقطت يعنې کله چې ولکيږي شاګانې ددوى (حلالولو لپاره ) او په اصطلا ح کې هغه حکم دى چې ثابت شوى وي په داسې دليل سره چې په هغه کې شبهه وي مثلاً ثبوت په خبر واحد سره شوى وي.
دواجبوحکم : په عمل کولو کې دفرض په شان دى چې په کولو يې ثواب او په نه کولو يې عذاب دى او په اعتقاد کې يې درجه د فرضو څخه کمه ده چې منکر يې کافر نه دى بلکه ورته ګمراه او فا سق ويل کيږي لکه د وتر لمونځ وتر تاق ته وايې څرنګه چې د وترو لمونځ دری رکعته دی او حکم يې واجب دی نو ځکه وتر واجب ورته وايي .
سنت: په لغت کې مطلقې طريقې ته وايی دا هغه فعل دی چه رسول الله صلئ علیۀ وسلم پخپله کړی دی یا ئی
د هغی د کولو حکم کړی دی او سنت په دوه ډوله دي : سنت مو کد او سنت زوا يد (مستحب او نوافل )
١- سنت موکد : هغه د ي چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم په هغه با ندې مداومت دعبا دت له وجې کړى وي لکه سنت : دروا تب پس له فرض لمونځونو څخه چې دهغو په ترک کولو کې ګنا ه شته .
سنت موکد بيا په دوو برخو ويشل شوی دي : لکه سنت عين او سنت کفايي :
سنت عین هغه دې چه په هغی باندی هر چا له عمل کول ضرورې وې -لکه په اودس کښی دری ځله اندامونه وینځل ٠
سنت کفایه دادې که چری یو کس یا ځوکسانو اوکړل نو د سنت پریښودلو ګناه
به نه وې ، لکه اعتکاف .
٢-سنت زوا يد : هغه دي چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم په هغه با ند ې مداو مت د عا دت له مخې کړى وي دسنت موکد حکم :په کولو کې ثواب او په نه کولو يې ويره دعذاب او ملا متيا ده
مستحب او نو افل: هغه کارونو ته وايې چې دهغو فضليت په شريعت کې ثا بت شو ى وي او يا سلفو هغه دوست ګڼلى وي لکه تهجد او اشراق لمو نځو نه .
د مستحب او نو افل حکم : په کولو يې ثواب او نه کولويې عذاب او ملا متيا نشته .
مباح :- هغه کارونه دي چې دهغو په کولو کې نه ګنا ه شته او نه ثواب لکه ښکا ر کول ، ډوډۍ خوړل اوبه څکل اوداسې نور