د روژې مبارکې میاشتې یو شمېر فضیلتونه
حمل 05, 1402 08:54 Asia/Kabul
د روژې مبارکې میاشتې یو شمېر فضیلتونه
۱- د کال تر ټولو غوره میاشت ده ځکه قرآن العظیم الشان پکې نازل شوی دی
۲- د قرآن کریم او نورو آسماني کتابونو او صحیفو نازل کېدل پدې میاشت کې
۳- لیلة القدر (د قدر شپه چې د زرو ۱۰۰۰ میاشتو څخه غوره شپه ده) د دې شپې شتون پدې میاشت کې
۴- مادي او جسمي ګټې (د انسان د وجود بېلابېلې ناروغۍ ښه کېدل پدې میاشت کې)
۵- معنوي او روحي ګټې (تقوا، پرهیزګارۍ او روحي آرامتیا ته رسېدل پدې میاشت کې )
۶-د مسلمانانو د ګناهونو سوځېدل او بخښل کېدل پدې میاشت کې
د شیطانانو تړل کېدل، د انسي او جني شیطانانو له وسوسو څخه خلاصون پدې میاشت کې