حوت 24, 1401 11:09 Asia/Kabul
  • په اودسه کی یو سنت مسواک وهل هم دی .

دمسواک وهلو ګټی دهیچا څخه پټی نه دی .دخوراک دمیده میده ریزو دسببه څخه چی په خوله کی یا غاښو کی پاته شئ دمعدی او دغاښو ډیری نا جوړیانی ځینی پیداکیږی دمسواک دنه وهلو دسببه څخه په غاښو کی ژړوالی او په خوله کی سخت بد بویی رامنځته کیږی چی ډیر تکلیف رسونکی دی او داسی نور مرضونو رسونکی دی ددی ټولو خرابیو یوازینی اعلاج دادی چی دمسواک پابندی وکړل شي.

په اودسه کی یو سنت مسواک وهل هم دی دمسواک وهلو ګټی دهیچا څخه پټی نه دی .دخوراک دمیده میده ریزو دسببه څخه چی په خوله کی یا غاښو کی پاته شئ دمعدی او دغاښو ډیری نا جوړیانی ځینی پیداکیږی دمسواک دنه وهلو دسببه څخه په غاښو کی ژړوالی او په خوله کی سخت بد بویی رامنځته کیږی چی ډیر تکلیف رسونکی دی او داسی نور مرضونو رسونکی دی ددی ټولو خرابیو یوازینی اعلاج دادی چی دمسواک پابندی وکړل ښي په احادیثو کی دمسواک لوی فضلیت راغلی.رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ارشاد وفرمایل.لَوْ لَا اَنْ اَشُقَّ عَلٰی اُمَّتِیْ لَاَ مَرْتُهُمْ بِالسِواکِ مَعَ کُلِ وُضُوْءٍ.《موطا امام مالک》ترجمه یعنی که چیری ماته ددی خبری فکر نه وای چی زما امت به په تکلیف او تنګی کی ولویږی نو ما به دهر اوداسه په وخت کی دمسواک وهلو حکم ورکاوی ...اوهمدارنګ یو بل حدیث کی راغلی.السِّوَاکُ مُطَهِرَةٌ لِلْفَمِ وَمَرْضَاةٌ لِلْرَّبِ.《مسند احمد وغیره》ترجمه:یعنی مسواک وهل دخولی دپاکی او دالله تعالی درضامندی او خوشحالی سبب دی ..دام المومنین حضرت عایشه صدیقه 《رضی الله تعالی عنها》 څخه روایت دی چی هغه لمونځ چی دمسواک وهلو وروسته ادا شې هغه لمونځ ۷۰ درجی افضله اوبهتره دی تر هغه لمانځه چی بیله مسواک وهلو څخه ادا کړل شې.علماء کرامو تقریباً دمسواک اویا ګټی نوشته کړی دی دهغو ټولو څخه یوڅو دادی: 1مسواک خوله پا کوی 2 مسواک وهل دالله تعالی درضا مندی سبب دی 3دشیطان په غضب کی اچوی 4مسواک وهونکی کسان الله تعالی او ملایکو محبوب او خوښ بولی5دغاښو او وریو ته قوت ورکوی 6بلغم ختموی 7 په خوله کی خوشبویی پیداکوی8 صفراء لیری کوی 9 دسترګو نظر کی تیزوالی راولی10 دخولی څخه بد بوی لیری کوی 11 ډیر ژر به نه زړیږی 12دغاښونو درد لیری کوی 13بادونه ختم کوی او لیری کوی ....ددی ټولو خبرو څخه علا وه دیوه مسلمان لپاره تر ټولو لویه خبره داده چی مسواک وهل دنبی کریم صلی الله علیه وسلم سنت دی.یوه ترټولو لویه ګټه یی داده چی داغه ګټه هر مسلمان خواهش او تمنا لری چی دمرګ په وخت کښی به کلمه طیبه ورنصیب کیږی سبحان الله ...مسواک باید دترخی درختې دریښی یا دښاخه څخه جوړسی مثلا لکه دپیلو ددرختی ریښه او یا داراک یا زیتون ددرختی څخه جوړ سی باید دیوی لویشتی به زیات نه وی لومړی مسواک چی کله استعمال کوی پریدیولی او بیا چی ایږدی هم دی پریولی او دری واری دی ووهی او هر واری دی نوی اوبه راواخلی اود مسواک وهلو طریقه داده چی لومړی وار لوړه غا ښونه دراسته طرف سه بیا دچپه طرف ته وموږی او بیا دی داغسی لاندی غاښونه پری وموږی ژبه او دخولی تالو دی هم په مسواک هم صاف کړی او مسواک وهونکی ته پکار ده چی وروستنیو خبری په پام کی او عملی یی کړی ..دپروتی په حال کی دی مسواک نه وهی ددی څخه دسږو لویوالی پیداکیږی مسواک دی په موټ کی نه نیسی ځکه ددی څخه دمواسیر نا جوړی پیداکیږ مسواک باید ونه زبیښل شی چی دسترګو کمزوری ورسه پیداکیږی مسواک دی په اوږدوالی سره نه ږدی بلکی جک دی دروی ددی څخه لیونتوب خطره سته...ومن التوفیق

ازموینه