-
فوټبال؛ ریال ماډریډ د کلبونو نړیوال جام وګاټه.
دلو 24, 1401 07:14ریال ماډریډ د هسپانیې د فوټبال مخکښ کلب په پایلوبه کې د سعودي عربستان الهلال کلب ته ۵ د درې پر وړاندې ماتې ورکړه
-
هند په لومړۍ ټېسټ لوبه کې اسټرالیا ته ماتې ورکړه.
دلو 24, 1401 07:07د هندوستان په ناګپور ښار کې د اسټرالیا لوبډلې ونه کړای شوای چې د هندي توپ اچونکو پر وړاندې ښه توپ وهنه ترسره کړي.یادې لوبډلې د هند د لومړۍ پاڼۍ د ۴۰۰ منډو په ځواب کې په دوه پاڼیو کې په ترتیب سره ۱۷۷ او ۹۱ منډې وکړې چې دا لوبه یې د ۱۳۲ منډو په توپیر وبایلله.
-
رسنۍ: تمه ده شارجه لوبغالي کې د افغان او پاکستاني نندارهچيانو ځايونه جلا شي
دلو 24, 1401 05:37پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې تمه ده په شارجه سټډیوم کې د افغان او پاکستاني نندارهچیانو ځایونه سره جلا شي.
-
هندوستان په کرکټ کې پاکستان ته ماتې ورکړه
دلو 24, 1401 05:34د ښځو کرکټ په نړیوال جام کې هندۍ لوبډلې د ۷ وېکټو په توپیر د پاکستان ښځینه لوبډلې ته ماتې ورکړه.
-
سنرایزرز ایسټرن کېپ د سویلي افریقا شل اوریزه لیګ اتلولي وګټله
دلو 24, 1401 05:30د سویلي افریقا د شل اوریزه لیګ په پایلوبه کې سنرایزرز ایسټرن کېپ د ۴ وېکټو په توپیر سره پرېټوریا کپیټل ته ماتې ورکړه او په دې سره یې د دې لیګ د لومړي پړاو اتلولي وګټله.
-
مزار شریف کې د وزلوبې د سیالیو دوام
دلو 22, 1401 07:56مزار شریف کې د بلخ او جوزجان ولایتونو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوه.
-
په لغمان کې د والیبال سیالیو دوام
دلو 22, 1401 07:53لغمان؛ د عليشنګ ولسوالۍ د غازي اباد سيمې واليبال سياليو کواټر فاينل د راهين لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.
-
د هلمند په مرکز او دوو ولسواليو کې د واليبال ناک اوټ سيالۍ پيل شوې
دلو 22, 1401 07:50د هلمند ولايت د بدنې روزنې او ورزش امریت په غوښتنه او د والیبال فدراسیون په هلو ځلو د هلمند په مرکز او دوه ولسوالیو مارجه او ګرمسیر کې د والیبال ناک اوټ (حذفی) سیالۍ پیل شوې.
-
مسي له زلزلهځپلو سره ۳.۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړې ده.
دلو 22, 1401 07:42لیونل مسي په سوریه او ترکیه کې زلزلهځپلو سره ۳.۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړې ده.
-
ټېسټ کرېکټ؛ هند په لومړۍ ورځ تر اسټرالیا ښه لوبه وکړه
دلو 22, 1401 07:41د اسټرالیا د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي په ویشتنځای کې د دمې پرمهال د کوربه هندوستان او اسټرالیا ترمنځ لومړۍ ټېسټ سیالي د هند په ناګپور لوبغالي کې پیل شوې چې په لومړۍ ورځ د هند لوبغاړو ښه لوبه ترسره کړه.