په لغمان کې د والیبال سیالیو دوام
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i12429-په_لغمان_کې_د_والیبال_سیالیو_دوام
لغمان؛ د عليشنګ ولسوالۍ د غازي اباد سيمې واليبال سياليو کواټر فاينل د راهين لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 22, 1401 07:53 Asia/Kabul
  • په لغمان کې د والیبال سیالیو دوام

لغمان؛ د عليشنګ ولسوالۍ د غازي اباد سيمې واليبال سياليو کواټر فاينل د راهين لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ د غازي اباد سیمې د والیبال سیاليو کواټر فاینل ته د راهین او استاد بریالي لوبډلو لار موندلې وه، چې په پايله کې د راهين لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده.

دغه سيالۍ چې موخه يې لرې پرتو سیمو ته د ورزش رسول و، ۳۲لوبډلو پکې ګډون کړی و.

د يادو سياليو په پای کې د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري، لومړي مقام لوبډلې ته سپورټي وسايل ډالۍ شول.