مزار شریف کې د وزلوبې د سیالیو دوام
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i12430-مزار_شریف_کې_د_وزلوبې_د_سیالیو_دوام
مزار شریف کې د بلخ او جوزجان ولایتونو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوه.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 22, 1401 07:56 Asia/Kabul
  • مزار شریف کې د وزلوبې د سیالیو دوام

مزار شریف کې د بلخ او جوزجان ولایتونو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوه.

د وزلوبې دغه سیالي د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ د وزلوبې فدراسیون له خوا د مزارشریف په مقیم بای ورزشي لوبغالي کې ترسره شوه.

په دې سیالۍ کې د بلخ د ورزش اوسپورټ مرستیال ترڅنګ یو شمېرنورو ورزشي مسوولینو، مخورو، ځوانانو او ګڼ شمېر مینوالو ګډون کړی وو.

یاده سیالۍ چې د یووالي او پیوستون په موخه ترسره شوه د بلخ په ګډون د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ ګڼ شمېر چاپندازانو پکې ګډون درلود او یو د بل پر وړاندې یې سخته سیالي وکړه.

د سیالۍ په لړ کې شمس الدین پهلوان د حبیب الله سرپلي په اس اوعلم پهلوان د حاجي علم بزاز په اس باندې توانېدل چې دایره حلاله کړي او نقدي ډالۍ یې ترلاسه کړې.