-
هرات؛ د سپورټ ادارې غصب شوې ځمکې له پېژندنې وروسته بېرته راګرځول کېږي
حمل 07, 1402 06:38هغه د هرات ښاروالۍ له يوه پلاوي سره ماهي خرڅوونکو ښارګوټي ته د ځمکې د برسۍ او پلټنې په موخه تللى و، په خپل مطلب کې يې زیاته کړه: هغه ٢٣ جريبه ځمکه، چې د ماهي خرڅوونکو د ښارګوټي د خاوند له خوا د ورزشي کمپلکس د جوړولو لپاره ځانګړې شوې وه او د بدني روزنې او سپورټ رياست یې شرعي قباله هم اخیستې وه، له بده مرغه چې د ځايي خلکو او ځينو زورواکو له خوا د چارواکو د نه پاملرنې له امله غصب شوې وه، چې بېرته د هرات ورزش رياست ته راوګرځول شوه.
-
هلمند؛ د ټېپ بال کرکټ د رمضان جام سیالیو په دوام دوه لوبې وشوې
حمل 07, 1402 06:34د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري په غازي محمد ایوب خان ورزشي لوبغالي کې د ټېپ بال کرکټ د رمضان جام سیالیو په دوام، نن شپه دوې سیالۍ ترسره شوې.
-
بلخ؛ د دولت اباد ولسوالۍ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
حمل 07, 1402 06:32د بلخ ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیاليو اتلولي، د دولت اباد ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ لوبډلې وګټله.
-
په کندز کې د فوټسال سیالۍ د اخلاص لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
حمل 07, 1402 06:30د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او فوټبال فدراسیون په همغږۍ د فوتسال د ۲۴ لوبډلو ترمنځ راپیل شوې سیالۍ د اخلاص لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
-
په هلمند کې د ټېپ بال کرکټ د رمضان جام سیالۍ پیل شوې
حمل 07, 1402 06:28د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د دغه ولایت په محمد ایوب خان لوبغالي کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ټېپ بال د رمضان جام سیالۍ پیل شوې.
-
هرات کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي وشوه
حمل 07, 1402 06:25د هرات ولایت د غوريان ولسوالۍ د مرکز او کليو د ٣٠ تنو ورزشکارانو په ګډون له ١٠ کيلومتره واټن سره د ځغاستې لومړى پړاو سيالۍ ترسره شوې.
-
غزني؛ د شلګر زلمي واليبال لوبډله د واليبال سيالۍ وګټلې
حمل 07, 1402 06:23د غزني ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت په همکاري د غزني ولايت د کليو د ۱۲ لوبډلو تر منځ يو مياشت مخکې د شاباز دوکانونو په سيمه کې د واليبال ټورنمنټ پيل شوی و، چې په پايله کې د شلګر زلمي لوبډله وتوانېده د يادو سياليو اتلولي خپله کړي.
-
افغانستان د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته په لومړنۍ سيالي کې په ۶ ويکټو ماتې وکړه
حمل 05, 1402 08:10د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې خپلې سيالې پاکستانۍ لوبډلې ته د اماراتو هيواد په شارجه نړيوال لوبغالي کې په لومړنۍ شل اوریزې لوبې کې په ۶ ويکټو ماتې ورکړه.
-
ميدان وردګ؛ په بهسود ولسوالۍ کې د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې
حمل 05, 1402 08:09د ميدان وردګ ولايت په بهسود ولسوالۍ کې د يوې ورځې لپاره د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.
-
بغلان؛ د فوټبال غوره لیګ پر دوام شپږمه لوبه وشوه
حمل 05, 1402 08:07د بغلان ولایت د فوټبال فدراسیون له خوا د جوړ شوي فوټبال غوره لیګ پر دوام د بغلان ولایت په مرکزي ورزشي لوبغالي کې د نهمې اوونۍ شپږمه لوبه ترسره شوه.