-
د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست فوټسال لوبډله د کاپيسا سياليو ګټونکې شوه
حمل 05, 1402 08:05د کاپيسا د فوټبال فدراسيون د نوموړي ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت په همکاري د ۱۲ لوبډلو تر منځ د فوټسال سيالۍ د کب مياشتې پر ۲۹مې پيل کړې وې، چې تېره ورځ د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.
-
د لوګر اتلانو لوبډله د محمد اغې ولسوالۍ د واليبال سياليو ګټونکې شوه
حمل 05, 1402 08:03دغه سيالۍ د کب مياشتې پر ۱۹ نېټه د لوګر ولايت په محمد اغې ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو تر منځ پيل شوې وې، چې په پای کې تېره ورځ د لوګر اتلانو لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.
-
په کونړ کې د واليبال ټورنمنټ د قمچۍ واليبال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد
حمل 05, 1402 08:00د کونړ ولايت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د واليبال جوړ شوی ټورنمنټ، چې د ۱۴۰۱کال د کب مياشتې په ۲۵مه پيل او ۱۵ لوبډلو پکې ګډون کړی و، د قمچۍ واليبال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.
-
هلمند؛ اریانا لوبډلې د ناد علي ولسوالۍ د فوټبال سياليو اتلولي وګټله
حمل 05, 1402 07:59د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ځوان لوبغاړو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې د لس لوبډلو په ګډون د تېر ١٤٠١ کال د سلواغې مياشتې په ١٨ نېټه په ګروپي شکل پيل شوې وې د اريانا لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.
-
ننګرهار: په سره رود ولسوالۍ کې د واليبال ټورنمنټ د خليل کلب لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېد
حمل 05, 1402 07:57د واليبال دغه ټورنمنټ، چې څه موده وړاندې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ننګرهار ولايت په سره رود ولسوالۍ کې پيل شوى و د خليل کلب لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېد.
-
د دولت اباد لوبډله د ګل سرخ فوټبال جام سياليو اتله شوه
حمل 05, 1402 07:54د بلخ ولايت په سينا ورزشي لوبغالي کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د يوې اوونۍ لپاره د فوټبال سيالۍ پیل شوې وې، چې تېره ورځ پای ته ورسېدې . د دې سياليو په پای کې د دولت اباد لوبډلې د ۱۰ امتيازونو په خپلولو لومړي مقام او اتفاق لوبډلې د ۷ امتيازونو په درلودلو دويم مقام خپل کړ.
-
کندوز؛ د ازادۍ په نوم د فوټبال سيالۍ د استقلال نواباد لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدلې
حمل 05, 1402 07:52د کندز ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د دې ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د فوټبال فدراسيون له لوري، د ازادۍ په نوم د فوټبال سيالۍ، چې دوه مياشتنې وړاندې د ١٧ لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې، د استقلال نواباد لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.
-
میدان وردګ؛ د روژې میاشتې په مناسبت د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جوجیتسو سیالۍ ترسره شوې
حمل 05, 1402 07:49د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت په همکارۍ د جوجیتسو فدراسیون له لوري د روژې مبارکې مياشتې د رارسېدو په مناسبت، د همدې رشتې د ٢کلبونو ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د جوجيتسو سيالۍ تر سره شوې.
-
خوست: معروف لوبډلې د صبریو والیبال ټورنمنټ په خپل نوم کړ
حمل 05, 1402 07:46د خوست ولایت د بدني روزنې او سپورټ امريت په همکارۍ د واليبال فدراسيون له لوري د واليبال ټورنمنټ، چې د صبريو ولسوالۍ د مليو خورۍ کلي په لوبغالي کې يوه نيمه مياشت وړاندې د مخدره مواد پر ضد د مبارزې تر سرلیک لاندې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ پيل شوى و د معروف لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېد.
-
په پلازمېنه کابل کې د ٨ لوبډلو ترمنځ د رګبي پسرلنۍ سيالۍ ترسره شوې
حمل 05, 1402 07:44د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست په غازي ورزشي سټډيوم کې د اتو لوبډلو ترمنځ نن چهارشنبه د رګبي پسرلنۍ سيالۍ د امير الدين جېمز، مجيد مال او B.M.Gګروپ په مالي لګښت ترسره شوې.