بغلان؛ د فوټبال غوره لیګ پر دوام شپږمه لوبه وشوه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i14580-بغلان_د_فوټبال_غوره_لیګ_پر_دوام_شپږمه_لوبه_وشوه
د بغلان ولایت د فوټبال فدراسیون له خوا د جوړ شوي فوټبال غوره لیګ پر دوام د بغلان ولایت په مرکزي ورزشي لوبغالي کې د نهمې اوونۍ شپږمه لوبه ترسره شوه.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 05, 1402 08:07 Asia/Kabul
  • بغلان؛ د فوټبال غوره لیګ پر دوام شپږمه لوبه وشوه

د بغلان ولایت د فوټبال فدراسیون له خوا د جوړ شوي فوټبال غوره لیګ پر دوام د بغلان ولایت په مرکزي ورزشي لوبغالي کې د نهمې اوونۍ شپږمه لوبه ترسره شوه.

د بغلان ولایت د فوټبال فدراسیون له خوا د جوړ شوي فوټبال غوره لیګ پر دوام د بغلان ولایت په مرکزي ورزشي لوبغالي کې د نهمې اوونۍ شپږمه لوبه ترسره شوه. په دې سیالي کې استقلال او عقاب لوبډلې د یو بل پر وړاندې ولوبېدلې، چې په پایله کې استقلال لوبډلې درې، عقاب دوه ګولونو ترسره کړل او لوبه د استقلال لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده. د استقلال لوبډلې له خوا شفیق الله دوه او قهار یو ګول ترسره کړ، همدارنګه شریف او رزاق وتوانېدل، چې د عقاب لوبډلې په ګټه یوـ یو ګول ترسره کړ. د یادونې وړ ده، چې په دې سیالي کې قیوم دولتزي، فایق سروري، قاري جواد قاضي زاده او عبدالحق شاهین بېګ لوبڅاري وکړه.