-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي
اسد 14, 1402 14:26د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي
-
د فوټبال له نړۍ سره د ایټالیا د افسانوي لوبغاړي خدای په اماني
اسد 12, 1402 14:59د ایټالیا د فوټبال د ملي لوبډلې پخوانی ګول ساتونکی جانلوییجي بوفون د پنځه څلویښت کلنۍ په عمر د تل لپاره د فوټبال له نړۍ سره مخه ښه وکړه.
-
د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ سیالۍ: د دې سیالیو لومړی پړاو شاهین هنټرز لوبډلې وګاټه
اسد 12, 1402 14:57د کابل د کرېکت غوره لیګ سیالیو په پای لوبه کې شاهین هنټرز کابل زلمي ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو لومړی پړاو وګاټه.
-
ننګرهار ولایت: د ۱۰۹ میلیونه افغانیو په ارزښت یو شمېر پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
اسد 12, 1402 14:53د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د یوسلو نهه ميليونه افغانيو په لګښت يو شمیر پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې. د اوبو او انرژې وزیر وايي په دغو پروژو کې سرک، بندونه ، استنادي ديوالونه او کانالونه شامل دي. هغه زیاتوي په دغه پروژو کې سلګونه کسان پکې په کار بوخت وو او غواړي په راتلونکي په دې ولایت کې نورې پروژې هم پیل او ګټې اخیستنې ته وسپاري. د سیمې اوسیدونکي هم د دې پروژو په پرانیستلو خوښ دي، خو د وچکالي له ګواښ سره د مخ شوې سیمې له امله د ورته نورو پروژو د تطبیق غوښتنه کوي.
-
خوست: په دې ولايت کې دوه انسان تښتوونکي د يوه ماشوم له وژلو وروسته ونيول شول
اسد 12, 1402 14:51د خوست امنيتي چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې يې دوه تنه انسان تښتوونکي نيولي.
-
د پاکستان ځايي سرچینې: پولیسو یو شمېر افغان کډوال نیولي دي
اسد 12, 1402 14:50په پاکستان کې رسنیزې سرچینې وايي، چې د دغه هېواد پولیسو د پاکستان په پلازمېنه کې د یو شمېر افغان کډوالو پر استوګنځيو د برید په ترڅ کې شاوخوا شل کسان نیولي دي.
-
امیرخان متقي: نړۍ باید د افغانستان واقعیتونه درک کړي
اسد 12, 1402 14:47د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په دوحه کې د شاوخوا لسو هېوادونو له استازو سره په کتنه کې، په افغانستان کې د دغو هېوادونو د فعالیتونو د بیا پیل غوښتنه کړې ده. په دې کتنه کې امیرخان متقي ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان اوسني واقعیتونه له نږدې وګوري. د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیانیه کې ویلي، چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په دې لیدنه کې پر سیاسي، اقتصادي، امنیتي او یو شمېر نورو مسایلو خبرې کړې دي.
-
زابل: په دغه ولایت کې د غنمو په کښت کې پنځوس سلنه زیاتوالی راغلی
اسد 12, 1402 14:45زابل ولایت کې د کرهڼي او مالدارۍ ریاست چارواکې وایې سږکال دغه ولایت کې د غنمو په فصلونو کې څه باندي پنځوس سلنه زیاتوالی راغلی چارواکي یې لامل پر وخت د کرونده ګرو سره داصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته یادیږي . په همدې مهال کروندګر هم د غنمو د سږني حاصلاتو خوښ دي.
-
د افغانستان او قزاقستان درې ورځنۍ اقتصادي غونډه
اسد 12, 1402 14:39د افغانستان او قزاقستان ترمنځ درې ورځنۍ اقتصادي غونډه نن د پنجشنبې په ورځ د قزاقستان په استانه ښار کې پیل شوه. د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغې غونډې ته یوسلو پنځوس افغان حکومتي چارواکي او سوداګر ور بلل شوي دي. په دې غونډه کې د سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د افغان پلاوي په مشرۍ ګډون لري. تېره ورځ هم په استانه کې د افغان شرکتونو په ګډون یو نندارتون جوړ شوی وو.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي
اسد 12, 1402 14:38د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي