د افغانستان او قزاقستان درې ورځنۍ اقتصادي غونډه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i19440-د_افغانستان_او_قزاقستان_درې_ورځنۍ_اقتصادي_غونډه
د افغانستان او قزاقستان ترمنځ درې ورځنۍ اقتصادي غونډه نن د پنجشنبې په ورځ د قزاقستان په استانه ښار کې پیل شوه. د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغې غونډې ته یوسلو پنځوس افغان حکومتي چارواکي او سوداګر ور بلل شوي دي. په دې غونډه کې د سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د افغان پلاوي په مشرۍ ګډون لري. تېره ورځ هم په استانه کې د افغان شرکتونو په ګډون یو نندارتون جوړ شوی وو.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
اسد 12, 1402 14:39 Asia/Kabul