امیرخان متقي: نړۍ باید د افغانستان واقعیتونه درک کړي
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i19442-امیرخان_متقي_نړۍ_باید_د_افغانستان_واقعیتونه_درک_کړي
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په دوحه کې د شاوخوا لسو هېوادونو له استازو سره په کتنه کې، په افغانستان کې د دغو هېوادونو د فعالیتونو د بیا پیل غوښتنه کړې ده. په دې کتنه کې امیرخان متقي ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان اوسني واقعیتونه له نږدې وګوري. د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیانیه کې ویلي، چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په دې لیدنه کې پر سیاسي، اقتصادي، امنیتي او یو شمېر نورو مسایلو خبرې کړې دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
اسد 12, 1402 14:47 Asia/Kabul