-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
اسد 15, 1402 14:22د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د کانټیننټال جام د فوټسال سیالۍ
اسد 14, 1402 15:18د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د فوټسال په کانټینینټل کپ کې د ګډون لپاره د ټایلینډ بنکاک ته روانه شوې.
-
شهباز شریف به د چهارشنبې په ورځ پارلمان منحل کړي
اسد 14, 1402 15:16د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د اګست پر نهمه د دغه هېواد د پارلمان د منحلولو غوښتنه کړې ده. ښاغلي شریف دا وړاندیز د لومړي وزیر په توګه د خپلې دورې له پای ته رسېدو درې ورځې مخکې کړی چې د نومبر په میاشت کې د عمومي ټاکنو ترسره کولو ته لاره هواره کړي.
-
عمران خان ونیول شو او زندان ته ولېږدول شو
اسد 14, 1402 15:12د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د دغه هېواد په دولتي خزانه کې د لوړ بیو توکو د پلور او خیانت په تور په درې کاله بند محکوم او د پنځو کلونو لپاره له سیاسي فعالیتونو هم منع شوی دی.
-
د کندهار په صنعتي ښارګوټي کې اورلګېدنه، دغې اورلګېدنې ۵۰ میلیونه افغانۍ زیان اړولی دی
اسد 14, 1402 15:06د کندهار د انځرو په یوه مارکېټ کې د اورلګېدنې له امله پنځوس میلیونه افغانۍ زیان اوښتی او شاوخوا شپېته ټنه انځر هم سوځېدلي دي. په تېر یوه کال کې دا دوه یم ځل دی چې په صنعتي پارک کې اور لګېدنه رامنځته کیږي او هلته د اور وژنې د مرکز نشتون له امله دروند زیان اوړي.
-
په ننګرهار کې ۱۵ ټنه تاریخ تېري او بي کیفیته توکي وسوځول شول
اسد 14, 1402 15:02په ننګرهار ولایت کې د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري راټول شوي پنځلس ټنه بې کیفیته او تاریخ تیر توکي د ولایتي ګډ کمېسیون په حضور کې وسوځول شول. د دغه کمېسیون غړو د بې کیفیته او تاریخ تيرو توکو په وړاندې جدي مبارزه په ټینګار سره وايي چې د دغه ولایت په روغتونونو کې بې شمیره ناروغان د همدغه ډول توکو د استعمال له امله بستر دي. ځایي خلک د بې کیفیته او تاریخ تیرو موادو د سوځولو چاره ستايې او په دوام يې ټينګار کوي.
-
د سالنګ لویه لاره د بیارغونې له امله تر درې میاشتو تړل شوې
اسد 14, 1402 14:57د افغانستان په شمال کې د سالنګ لویه لاره سر له ننه د مسافر وړونکو موټرو پرمخ تړل شوې ده. د سالنګونو د حفظ او مراقبت ریاست خبر ورکړ، چې دا لاره به یوازې د شپې په مخه په نوبت د باربري موټرو لپاره پرانیستې وي.
-
افغانستان د افغان - ترانس پټلۍ په جوړولو کې د روسیې او قزاقستان د ګډون غوښتنه کړې
اسد 14, 1402 14:52د چارسمبالي حکومت د سوداګرۍ وزیر له روسیې او قزاقستان څخه غوښتي چې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ په پروژه کې ګډون وکړي.
-
په افغانستان کې د خوراکي توکو د نه خونديتوب ناورین
اسد 14, 1402 14:49په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب ناورین له تېرو دوو کلونو راهیسې دوام لري. په ملګرو ملتونو کې د روسیې د استازي مرستیال د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کې امریکا او ملګري یې په افغانستان کې د لوږې، بې وزلۍ او خوراکي توکو د نه خوندیتوب عاملین بللي.
-
ننګرهار ته د چارسمبالي حکومت د چارواکو سفر
اسد 14, 1402 14:38د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس نور محمد حنیف منلې ده چې د سرپرست حکومت د ملي دفاع، کورنیو چارو وزارت ، قاضیالقضات او د ملي امنیت عمومي رئیس په یوه نااعلان شوي سفر ننګرهار ته راغلي دي.