د کانټیننټال جام د فوټسال سیالۍ
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i19500-د_کانټیننټال_جام_د_فوټسال_سیالۍ
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د فوټسال په کانټینینټل کپ کې د ګډون لپاره د ټایلینډ بنکاک ته روانه شوې.
(last modified 2026-02-26T03:01:24+00:00 )
اسد 14, 1402 15:18 Asia/Kabul

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د فوټسال په کانټینینټل کپ کې د ګډون لپاره د ټایلینډ بنکاک ته روانه شوې.

د کانټینینټل په نوم د فوټسال جام به په دوو ګروپونو کې د تایلنډ، افغانستان، چک جمهوریت، میانمار، سلیمان ټاپو او موزامبیک په ګډون ترسره شي چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د چک جمهوریت او موزامبیک له لوبډلو سره په ب ګروپ کې ده.

ټاکل شوې دغه سیالۍ د زمري میاشتې له شپاړسمې څخه تر دوه ویشتمې نېټې د تایلنډ په کوربه توب ترسره شي.

د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې تردې وړاندې د تاجکستان، ایران، ازبکستان، قرغیزستان، ترکمنستان او افغانستان د شپږو لوبډلو په ګډون د کافا فوټسال په سیالیو کې چې د دوشنبې په ښار کې په لاره اچول شوې وه، د دوه یمې درجې جایزې ګټلې وې.