-
د ملګرو ملتونو نوی راپور: داعش په افغانستان کې یو له مهمو ننګونو څخه دی
اسد 26, 1402 14:35د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوه نوي راپور کې ویلي چې داعش وسله وال د طالبانو لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی. په دې راپور کې کارپوهانو اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د جګړې په سیمو کې د داعش ګواښ زیات شوی دی.
-
عربستان ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سفر
اسد 26, 1402 14:34د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ؛ له تهران څخه د عربستان پلازمېنې ریاض ته ولاړ.
-
د رهبرۍ له معظم مقام سره د سپاه پاسدارانو د قوماندانانو لیدنه
اسد 26, 1402 14:31د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قوماندانانو عالي مجمع غړو د پنجشنبې په سهار د دې ځواکونو له ستر مشر او لارښود حضرت آیت الله خامنه يي سره وکتل.
-
د بهرنیو چارو وزارت: د افغانستان په سفارتونو کې د پاسپورت بیه وټاکل شوه
اسد 26, 1402 14:30د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې په بهر کې د افغاني پاسپورټونو نوې بیې یې سفارتونو ته اعلان کړې دي. دغه بنسټ ویلي چې اوس د پاسپورټونو په وېش کې هېڅ ډول محدودیت نشته او ټول افغانان کولای شي چې د ترلاسه کولو لپاره یې په نړۍ کې د افغانستان سفارتونو ته ولاړ شي. د پاسپورټ ترلاسه کول د هېوادوالو لپاره یو له خورا سختو ننګونو څخه دی.
-
په کاپیسا کې ۱۳۲ تنه د نشه یي توکو د پلور او قاچاق په تور نیول شوي
اسد 26, 1402 14:26له کاپيسا ولايت څخه راپورونه وايي چې په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تور یوسلو دوه دېرش کسان نيول شوي دي.
-
د رئیس الوزراء سیاسي مرستیال: د اساسي قانون پر تدوین کار روان دی
اسد 26, 1402 14:25د حکومت د ئیسالوزراء سیاسي مرستیال ویلي چې، د افغانستان د نوي اساسي قانون پر تدوین کار روان دی. دده په وینا؛ د دوی مشر د قاضيالقضات په مشرۍ یوې کمېټې ته دنده سپارلې چې د اساسي قانون او نورو قوانینو پر جوړېدو کار وکړي. د سرپرست حکومت د سترې محکمې مشر ته هم دنده سپارل شوې چې په دې کمېټه کې همکاري وکړي.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي
اسد 26, 1402 14:24د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
اسد 26, 1402 14:09د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
په جوزجان کې د سنوکر غوره سیالۍ پای ته ورسېدې
اسد 25, 1402 15:18د جوزجان ولایت د بدني روزنې او سپورت ریاست په همغږۍ د ماسټر سنوکر کلب په ورزشي سالون کې د نهو کلبونو د اتیا تنو ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر غوره شوې سیالۍ د یارمحمد "جند محله" په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
-
په هند کې د باران او ځمکې ښويېدنې له امله نږدې شپېته کسان مړه شوي دي
اسد 25, 1402 15:14د هند په ختیځو ایالتونو کې د سختو بارانونو، ویجاړيو او د ځمکې ښویېدنې له امله ۲۰ کسان تر خاورو لاندې دي او ۵۷ کسه مړه شوي دي