-
د ایران د بهرنیو چارو د وزیر او د اسلامي همکاریو د سازمان د استازي ترمنځ لیدنه
اسد 25, 1402 15:12د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان ځانګړي استازي د افغانستان پر وروستیو حالاتو او پرمختګونو خبرې کړي. په دې کتنه کې حسین امیرعبداللهیان په ایران کې له افغان کډوالو سره د بشردوستانه مرستو پر اړتیا ټینګار کړی.
-
په کابل کې د داعش ترهګرې ډلې دوه تنه جګپوړي مشران وژل شوي دي
اسد 25, 1402 15:09د کابل ولایت په میرویس ښارګوټي کې د داعش پر پټنځای د طالب ځواکونو د برید په پایله کې د دغې ترهګرې ډلې دوه تنه جګپوړي مشران وژل شوي.
-
پاکستان ته د ملا محمد یعقوب مجاهد غبرګون: د خپلو ناکامیو او بې کفایتیو پړه پر موږ مه را اچوئ
اسد 25, 1402 15:06د چارسمبالي حکومت د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوو ته په اشارې سره چې ګواکې افغان وګړي په هغه هېواد کې په ترهګریزو بریدونو کې لاس لري، ویلي دي چې دوی د خپلې ناکامۍ او بې کفایتۍ پړه پر افغانستان اچوي.
-
ننګرهار: د امریکا پر وړاندې د چارسنبالي حکومت د بریا په ویاړ غونډه
اسد 25, 1402 15:03د افغانستان په ختيځ کې د امریکا او د دوی د ملګرو د ماتې او د سرپرست حکومت د بریا دوه يمه کلیزه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه. چارواکي وايي دا بريا يې د سترو قربانيو په ورکولو ترلاسه کړې او اوس غواړي چې د هېواد ابادولو لپاره کار وکړي.
-
د چارسمبالي حکومت د دوه کلنې واکمني له کړنو دفاع
اسد 25, 1402 14:54په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ دوه کاله وروسته د چارسمبالي حکومت ویاند د دغه حکومت له کړنو دفاع کړې او ویلي یې دي چې د دوی حکومت ته اسلامي شریعت او ملي ګټې خورا ارزښت لري او نه غواړي چې افغانستان له بل ملي ناورین سره مخ شي.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي
اسد 25, 1402 14:33د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي
-
يوې افغانې نجلۍ د اروپا د پارا تکواندو سياليو کې د طلا مډال ګټلی
اسد 24, 1402 14:54افغانې تکواندو کارې ذکيه خدادادي د پاراتکواندو یا معلولو تکواندوکارانو په نړیوالو لوبو کې د اوکرایین او ترکیې لوبغاړې ماتې کړې او د طلا مډال يې ګټلی دی
-
د روسيې جنوب کې د تيلو يو پمپ کې اور لګېدنه رامنځته شوې
اسد 24, 1402 14:51د روسيې ځايي چارواکي وايي، د داغستان په سيمه کې د تېلو يوه ټانک کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه اووه ويشت تنه وژل شوي دي او د همدې چاودنې له امله لسګونه نور ټپيان شوي هم دي.
-
د سرپرست حکومت د دوه کلنې واکمنۍ په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د کارپوهانو راپور
اسد 24, 1402 14:48د ملګرو ملتونو تر ديرشو زیاتو کارپوهانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت دوه کلن فعالیت د دوی د قول او عمل تر منځ ژور توپیر ښيي. دغو کارپوهانو ويلي چې د طالبانو د اصطلاح کېدلو په اړه پخوانۍ وړاندوينې ټولې غلطې ثابتې شوې دي او د پخوانيو او اوسنيو طالبانو په دريځ او کړنو کې هيڅډول بدلون هم ندی رامنځته شوی
-
د ننګرهار د اوسېدونکو پر ۲۰ کلن امریکايي اشغال نیوکه
اسد 24, 1402 14:46د ننګرهار اوسيدونکي وايي امريکا او متحدينو يې شل کاله په افغانستان تير کړل ، خو افغانانو ته يې داسي بنسټيز کار ونه کړ، چې د دوی په ژوند کې تغير راشي. دوی وايي اوس هم افغانان په فقر کې ژوند کوي او د هېواد په ډيری سيمو کې خلک د ژوند لومړنيو اسانتيآو ته لاسرسی نلري.