په جوزجان کې د سنوکر غوره سیالۍ پای ته ورسېدې
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i20014-په_جوزجان_کې_د_سنوکر_غوره_سیالۍ_پای_ته_ورسېدې
د جوزجان ولایت د بدني روزنې او سپورت ریاست په همغږۍ د ماسټر سنوکر کلب په ورزشي سالون کې د نهو کلبونو د اتیا تنو ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر غوره شوې سیالۍ د یارمحمد "جند محله" په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
اسد 25, 1402 15:18 Asia/Kabul

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او سپورت ریاست په همغږۍ د ماسټر سنوکر کلب په ورزشي سالون کې د نهو کلبونو د اتیا تنو ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر غوره شوې سیالۍ د یارمحمد "جند محله" په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دې لوبلړۍ په پایلوبه کې د شمال د سنوکر دوه لوبغاړو یار محمد جند محله او لطف الله حیدري یو له بل سره سیالي وکړه چې په پایله کې لوبه د درې پر پنځه په توپیر د یارمحمد جند محله په ګټه پای ته ورسېده.

د دغې لوبلړۍ د ترسره کولو موخه د جوزجان ولایت د سنوکر غوره لوبډلې ته د غوره څېرو ورپیژندل وو. په دې وروستیو کې د جوزجان د سنوکر لوبډلې لپاره لس غوره څېرې وټاکل شوې.

په پای کې د سپورت ادارې او سنوکر فدراسیون د مسوولینو له خوا ګټونکو لوبغاړو ته کپ، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.