-
سعودي عربستان ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د دوه ورځني سفر پای
اسد 28, 1402 16:00د ایران د بهرنیو چارو وزیر سعودي عربستان ته له دوه ورځني سفر او د دغه هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره تر کتنې او خبرو وروسته؛ تېر ماښام تهران ته راستون شو. حسین امیر عبداللهیان له خبریالانو سره په خبرو کې ټینګار کړی چې سیمه به د څو اړخیزو همکاریو نوې پاڼې ته ورننوځي. ځکه چې دا درک رامنځته شوی دی چې سیمه کولای شي د پردیو له تکیې پرته د پرمختګ په لور ګام واخلي.
-
د چابهار بندر له لارې ۲۰۰ ټنه درمل او طبي توکي افغانستان ته ولېږدول شول
اسد 28, 1402 15:57هندي رسنیو افغانستان ته د چابهار بندر له لارې د دوه سوه ټنه درملو، طبي او جراحي توکو د لېږد خبر ورکړی دی.
-
د بشري حقونو د څار سازمان: د جرمني حکومت د افغان کډوالو په منلو کې پاتې راغلی
اسد 28, 1402 15:54د بشري حقونو د څارنې سازمان د اسیا د څانګې مرستیالې د یوې بیانیې په خپرولو سره؛ پر جرمني تور پورې کړی چې له افغان کډوالو سره یې کړې ژمنې نه دي پوره کړې. د پاتريشا گاسمن په وینا د آلمان د فدرالي حکومت له ژمنو سره سره؛ په تېرو میاشتو کې یو افغان هم د نوي پروګرام له لارې دغه هېواد ته نه دی داخل شوی.
-
له چارسنبالي حکومت سره د چینايي هواوي شرکت هوکړه
اسد 28, 1402 15:50ځینو رسنیو خبر ورکړی، چې چینایي کمپنۍ هواوې د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سره په ټول افغانستان کې د څار کمرو د نصبولو هوکړه کړې ده.
-
په دفاع وزارت کې د افغانستان د خپلواکۍ د بیا ترلاسه کولو د کلیزې په ویاړ غونډه
اسد 28, 1402 15:47نن سهار په دفاع وزارت کې د افغانستان د خپلواکۍ د بیا ترلاسه کولو د کلیزې په ویاړ غونډه جوړه شوه.
-
د افغانستان د خپلواکۍ بیرته ګټلو یوسلو څلورمه کلیزه په ننګرهار کې ونمانځل شوه
اسد 28, 1402 15:44د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي د خپلواکۍ ورځې د لمانځنې لپاره بشپړ تیاری نیولی او خلک کولی شي د امن په فضا کې دا خوښي ولمانځي.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي
اسد 28, 1402 15:33د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي
-
د امریکا د فوټبال لیګ کپ لوبه: د فلاډیلفیا پر وړاندې د انټر میامي ټیم غوره والی
اسد 26, 1402 14:43د امريکا د فوټبال د اتحاديې جام لوبې په دې ورځو کې روانې دي او د دغه کپ نيمه پايلوبه د انټر ميامي ټيم له لوري د فلاډلفيا د فوټبال ټيم ته په ماتې ورکولو سره روانه ده.
-
د لبنان د مسلمانو علماوو مجمع: د مقاومت وسله شرعي او سپېڅلې ده
اسد 26, 1402 14:41د لبنان د عالمانو مجمع ویلي چې د مقاومت وسله شرعي او سپېڅلې ده او د هغه د مخنیوی او افشا کولو هڅه، صهیونیسټي دښمن ته خدمت کول ده.
-
تاجیکستان؛ له افغانستان سره پر پوله څو نوې پوستې جوړې شوې
اسد 26, 1402 14:39تاجکستان له افغانستان سره پر پوله څو نوې پوستې جوړې کړې دي.