له چارسنبالي حکومت سره د چینايي هواوي شرکت هوکړه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i20121-له_چارسنبالي_حکومت_سره_د_چینايي_هواوي_شرکت_هوکړه
ځینو رسنیو خبر ورکړی، چې چینایي کمپنۍ هواوې د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سره په ټول افغانستان کې د څار کمرو د نصبولو هوکړه کړې ده.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
اسد 28, 1402 15:50 Asia/Kabul

ځینو رسنیو خبر ورکړی، چې چینایي کمپنۍ هواوې د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سره په ټول افغانستان کې د څار کمرو د نصبولو هوکړه کړې ده.

ویل شوي چې دغه کمرې به په افغانستان کې د داعش پر وړاندې د مبارزې لپاره نصب او کارول کېږي.

د هند د اته لس نیوز خبري شبکې د ځينو سرچینو په حواله لیکلي چې دغه تړون د دغې چینايي کمپنۍ او د د کورنیو چارو وزارت د سرپرست ترمنځ شوی او بیجینګ غواړي په دې تړون سره له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

د دې شبکې په وینا؛ په افغانستان کې د دغو چینایي کمرو لګول به له بیجینګ سره دا مرسته وکړي چې د افغانستان وضعیت وڅاري او د خپلو هغو وګړو ساتنه وکړي چې په افغانستان کې په پروژو کې کار کوي.

په تېرو څو اوونیو کې داسې خبرونه هم خپاره شوي وو چې د چینايي کمپنۍ هواوې یو شمېر چارواکو په کابل کې د چارسمبالي حکومت له ځینو چارواکو سره کتلي دي.