-
د ټولګټو وزارت: د سالنګ لویه لاره د یکشنبې په ورځ تړل کېږي
سنبله 09, 1402 14:42د سرپرست حکومت د ټولګټو وزارت وايي، د سالنګونو د اتیا کیلومتره سړک د بیارغونې او اساسي ترمیم چارې یې پیل کړې دي.
-
د افغانستان بانک: د ډالرو پروړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شوی
سنبله 09, 1402 14:41د افغانستان بانک د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت له لوړېدو خبر ورکړی دی. دغه بنسټ د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې د هر ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت اووه اویا اعشاریه شپږ اتیا ته رسېدلی دی. تر دې یوه ورځ مخکې د هر ډالر بیه له اتیا افغانیو پورته وه.
-
سرپرست حکومت ته د نږدې دیني عالمانو غونډه
سنبله 09, 1402 14:36د سرپرست حکومت یو شمېر ملاتړو دیني عالمانو په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې چې د لویې جرګې په تالار کې جوړه شوې وه؛ د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره، د افغانستان له نوي حکومت سره د نړیوالې ټولنې د تعامل غوښتنه وکړه.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي
سنبله 09, 1402 14:34د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
سنبله 09, 1402 13:47د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
سنبله 08, 1402 16:08د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د اسیا جام په لړ کې نن په پاکستان کې د نیپال او پاکستان تر منځ د کرکټ لوبه پیل شوه
سنبله 08, 1402 16:03په دغه سیالۍ کې پاکستان لومړی توپوهنه پيل کړه او تر نهه ویشتم اور پورې یې د څلور لوبغاړو په سوځېدو یو سل او پنځه ویشت منډې کړې وې. د پاکستان د ملي لوبډلې لوبډلمشرپه دوه اویا توپونو خپله پنځوسیزه هم پوره کړه.
-
صهیونستي رژیم ته د حسن نصرالله ګواښ
سنبله 08, 1402 16:01لبنان د حزب الله غورځنګ منشي سید حسن نصرالله په خپلو نویو څرګندونو کې صهیونستي رژیم ته په لبنان کې د مقاومت د مشرانو د ترور او وژنې د پلان په اړه خبرداری ورکړی دی. نوموړي ټینګار کړی دی چې د دغه کار د ترسره کولو په صورت کې به صهیونیستي رژيم د لبنان له سخت مقاومت سره مخ شي.
-
هره ورځ له ایران څخه ۱۲۰۰ کسان افغانستان ته راستنیږي
سنبله 08, 1402 15:57د چارسمبالي حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هېواد ته د افغان کډوالو د راستنېدو له ډېروالي خبر ورکړی دی. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي دي چې هره ورځ په منځني ډول یو زر او دوه سوه افغان کډوال له ایران څخه هېواد ته راستنيږي. دغه وزارت زیاتوي چې د وږی میاشتې له لومړیو څخه د دغې میاشتې تر اوومې نېټې پورې تر اته زره پنځه سوه ډېر کډوال د هرات او نیمروز ولایتونوته راستانه شوي دي.
-
روسیه: په منځنۍ اسیا کې د روسیې له پاره ډېری امنیتي ننګونې له افغانستان څخه دي
سنبله 08, 1402 15:54د روسیې د امنیت شورا مرستیال د روسیکایا ګازتا ورځپاڼې ته ویلي، چې په افغانستان کې به ثبات رامنځ ته کېدل کلونه او ښايي لسیزې دوام وکړي او په منځنۍ اسیا کې د روسیې ډېری امنیتي ننګونې له افغانستان څخه دي.