-
د پاکستان له بندخونو څخه ۷۵ افغان کډوال راخوشې شوي
سنبله 08, 1402 15:51د پاکستان په کراچۍ ښار کې د چارسمبالي حکومت قونسلګرۍ خبر ورکړی دی چې د دغه هېواد له بند خونو څخه پنځه اویا افغان بندیان راخوشې شوي دی.
-
نورستان کې يو شمير روغتيايي پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې
سنبله 08, 1402 15:43په نورستان کې سل بستریز روغتون، په نشه یي توکو د روږدو کسانو شل بستریز روغتون او دواکسینو د خوندي ساتلو مرکز ګټې اخیستنې ته سپارل شوي.
-
په ایران کې مېشتې افغانې مېرمنې او نجونې به د نرسنګ روزنه ترلاسه کړي
سنبله 08, 1402 15:41د ملګرو ملتونو سازمان د جمعیت صندوق وايي چې په ایران کې مېشتې افغانې مېرمنې او نجونې به د نرسینګ او قابله ګۍ په برخو کې په دغه هېواد کې له روزنيزو کورسونو برخمنې شي.
-
په پاکستان کې د ۳۰۰ زره ډالرو په ارزښت د افغانستان په انځرو بار یوې لارۍ ته اور اچول شوی
سنبله 08, 1402 15:35د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې پر افغاني انځرو د درې سوه زره امریکايي ډالرو په ارزښت یو بار موټر د پاکستان د بلوچستان په لورا لايي سیمه کې سوځول شوی دی.
-
په نیمروز کې په يو لړ عملياتو کې د داعش پنځه غړي نيول شوي
سنبله 08, 1402 15:33په نیمروز کې سیمه ییزو سرچینو په دغه ولایت کې د چارسمبالي حکومت د ځواکونو او داعش تر منځ د وسله والې نښتې خبر ورکړی دی.
-
په افغانستان کې یو شمېر پخوانیو دولتي چارواکو د خونديتوب کارتونه ترلاسه کړي
سنبله 08, 1402 15:27د ارګ اېکس ټولنیزې پاڼې لیکلي چې د دې کارتونو د ویش موخه د پخوانیو دولتي چارواکو لپاره د ښه ژوند شرایط رامنځته کول دي.مولوی ذاکر؛ له افغان شخصيتونو سره د اړیکو د کميسون د دارالانشا مشر او د رییس الوزرا د سياسي مرستيال د دفتر مسوول ویلي چې د دغو کارتونو د ويش بهير د يوې مشخصې کړنلارې له مخې پيل شوى دى.د چارسمبالي حکومت دغه چارواکي ویلي چې له بهر څخه پر راغلو سیاسي څېرو سربېره په هېواد کې پاتې پخواني سیاسي څېرې هم کولای شي دغه کارتونه ترلاسه کړي.چارسمبالي حکومت واک ته له رسېدو راهیسې تل ټینګار -
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي
سنبله 08, 1402 15:11د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي
-
په اسیایي سیالیو کې د ګډون لپاره د کرکټ د ملي لوبډلې چمتووالی
سنبله 07, 1402 14:37د افغانستان کرېکټ بورډ د اسیا جام سیالیو کې د ګډون لپاره د کرکټ ملي لوبډلې د چمتوالي خبر ورکړی دی
-
د اندونیزیا په ټاپوګانو کې زوروره زلزله شوې
سنبله 07, 1402 14:36د اروپا او مدیترانې زلزلې پېژندونکې مرکز ويلي چې نن سهار د ریښتر په کچه اووه درجې زلزلې د اندونیزیا ځینې برخې ولړزولې.
-
ننګرهار کې د ماشومانو لپاره د کتابتون جوړ شو
سنبله 07, 1402 14:34ننګرهار کې د دوه سوه زره امريکايي ډالرو په مالي لګښت د ماشومانو لپاره يو مجهز کتابتون جوړ شو. د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست مسولین وايي دغه کتابتون د جاپان هېواد په مالي لګښټ جوړ شوی او په يو وخت کې سل زده کوونکو د مطالعې ظرفيت لري.