هره ورځ له ایران څخه ۱۲۰۰ کسان افغانستان ته راستنیږي
سنبله 08, 1402 15:57 Asia/Kabul
د چارسمبالي حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هېواد ته د افغان کډوالو د راستنېدو له ډېروالي خبر ورکړی دی. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي دي چې هره ورځ په منځني ډول یو زر او دوه سوه افغان کډوال له ایران څخه هېواد ته راستنيږي. دغه وزارت زیاتوي چې د وږی میاشتې له لومړیو څخه د دغې میاشتې تر اوومې نېټې پورې تر اته زره پنځه سوه ډېر کډوال د هرات او نیمروز ولایتونوته راستانه شوي دي.