-
د دوحې تړون په تړاو د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونې
میزان 30, 1404 13:27د پاکستان د دفاع وزیر ادعا کوي چې له افغانستان سره د تړون دوام مشروط دی او د کابل لخوا د دغه حکومت ضد ځواکونو په کنټرول پورې اړه لري. خو د سرپرست حکومت سفارت چارسمبالي سهیل شاهین وویل چې کابل هیڅکله د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ نه دی کړی.
-
افغانستان کې د شدیدې وچکالۍ په اړه خبرداری
میزان 30, 1404 13:27د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي دي چې سږ کال په افغانستان کې بارانونه له اوسط څخه ډېر کم وو، چې په هېواد کې یې د وچکالۍ خطر زیات کړی دی.
-
د یونسکو لخوا د عبدالغفور عابد شهادت غندل
میزان 30, 1404 13:26د یونسکو عمومي منشي د افغانستان د ملي تلویزیون د خبریال عبدالغفور عابد شهادت وغانده.
-
د بیرجند نړیوال نندارتون پای
میزان 30, 1404 13:25د ایران د جنوبي خراسان ولایت والي په بیرجند کې د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ او پانګونې فرصتونو نندارتون د پای مراسمو کې وویل چې د دې مهمې اقتصادي غونډې پایلې به په راتلونکو میاشتو کې د ګډو اقتصادي ملګرتیاوو په بڼه، په ځانګړې توګه د کرنې، کانونو او معلوماتي ټیکنالوژۍ په برخو کې څرګندې شي.
-
هند په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړ کړ
میزان 30, 1404 13:20په افغانستان کې د هند تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړ شوی دی.
-
بدخشان ولایت کې زوروره زلزله وشوه
میزان 30, 1404 13:19بدخشان څخه راپورونه د یوې نسبتاْ زورورې زلزلې خبر ورکوي.
-
په غزه کې د نړیوالو رسنیو د شتون غوښتنه
میزان 30, 1404 13:17د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي دي چې د غزې د وضعیت په اړه د واقعیتونو څرګندولو لپاره، نړیوالو رسنیو او خبریالانو ته باید اجازه ورکړل شي چې سیمې ته سفر وکړي او هلته د پیښو په اړه په بې طرفه توګه راپور ورکړي.
-
د سوریې په ځینې سیمو د امریکا هوايي برید
میزان 30, 1404 13:17د سوریې رسنیو په دیر الزور کې د ایتلاف ځواک د هوايي بریدونو راپور ورکړی او ویلي یې دي چې د دغه هیواد په ادلب ولایت کې هم مرګوني بریدونه شوي دي.
-
افغانستان د زیمبابوې په وړاندې د ټیست لوبې درېیمه ورځ
میزان 30, 1404 12:17د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن د زیمبابوې په وړاندې د ټیست لوبې درېیمه ورځ او خپله دوهمه پاڼۍ په داسي حال کې پیل کړه چې پرون یې د یوه لوبغاړي له بایللو وروسته څلور دیرش منډې وکړې.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
میزان 29, 1404 14:32د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه