-
پاکستان ته د افغانستان د لوی درستیز خبرداری
میزان 29, 1404 12:49د سرپرست حکومت د پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت وايي چې د ګاونډي هیواد لخوا په افغانستان وروستي پوځي بریدونه پرته له کوم دلیل ترسره شوي او پاکستان مناسب ځواب ترلاسه کړی دی. په ورته وخت کې د پاکستان دفاع وزیر رویټرز ته وویل چې کابل سره اوربند مشروط او نازک و.
-
افغانستان ته د پاکستاني پلاوي سفر
میزان 29, 1404 12:49د پاکستان یو لوړ پوړی پلاوی د سرپرست حکومت له چارواکو سره د خبرو اترو لپاره نن کابل ته سفر کوي.
-
د کابل فولاد اوسپنې ویلې کولو فابریکې دویمې برخې پرانیسته
میزان 29, 1404 12:48د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر پرون هرات ته د سفر په ترڅ کې د هرات صنعتي پارک کې د کابل فولادو اوسپنې ویلې کولو فابریکې دوهمه برخه پرانیسته.
-
بهرنیو رسنیو کې د ایران د رهبر څرګندونو پوښښ
میزان 29, 1404 12:47د ایران د اټومي صنعت د ویجاړولو په اړه د ډونالډ ټرمپ د ادعاوو په ځواب کې د ایران اسلامي انقلاب رهبر پرونۍ وینا د نړیوالو رسنیو پراخه پاملرنه او پوښښ ترلاسه کړ.
-
تهران ته د عراق د ملي امنیت سلاکار سفر
میزان 29, 1404 12:46د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي او د عراق د ملي امنیت سلاکار پرون په تهران کې لیدنه او خبرې اترې وکړې. علي لاریجاني قاسم الاعرجی سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې صهیونیستي رژیم او امریکا په دولس ورځنۍ جګړه کې د عراق له خاورې ناوړه ګټه پورته کړه.
-
غزه کې له کنډوالو څخه د صهیونیستي بندیانو جسدونو ایستل
میزان 29, 1404 12:45په غزه کې د صهیونیسټي بندیانو د جسدونو د ایستلو بهیر لاهم دوام لري.
-
د جاپان د لومړۍ وزیرې په توګه د یوې ښځې ګمارنه
میزان 29, 1404 12:43د جاپان پارلمان په غوڅ اکثریت سره محافظه کاره سیاستواله او د لیبرال ډیموکراتیک ګوند مشره سانائه تاکائیچی د دغه هیواد په تاریخ کې لومړۍ ښځینه ده چې د لومړۍ وزیرې په توګه ګمارل کیږي.
-
د افغانستان کورش لوبغاړو ۲ د برونزو مډالونه وګټل
میزان 29, 1404 12:42د بحرین په کوربه توب د آسیا ځوانانو د لوبو په درېیم پړاو کې د افغانستان د وزن پورته کولو کټګورۍ استازو د خپلو سیالانو په وړاندې په زړه پورې او پرېکنده توګه فعالیت وکړ او د برونزو دوه مډالونه یې وګټل.
-
د افغانستان او بنګلادېش ۱۹ کلنو کرکټ ملي ټيمونه
میزان 29, 1404 12:41د افغانستان د نوولس کلنو کرېکټ ملي لوبډله د بنګلهدېش د نوولس کلنو ملي لوبډلې پر وړاندې پنځه یو ورځنۍ لوبې لري.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
میزان 28, 1404 13:06د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه