د قزاقستان اقتصاد وزیر سره د سوداګرۍ د وزیر لیدنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i47250-د_قزاقستان_اقتصاد_وزیر_سره_د_سوداګرۍ_د_وزیر_لیدنه
د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د اقتصاد وزیر سره په لیدنه کې د تیلو، غنمو، اوړو او نورو خوراکي توکو سکتورونو کې د همکارۍ پراختیا غوښتنه وکړه.
(last modified 2025-10-29T08:57:26+00:00 )
عقرب 07, 1404 13:26 Asia/Kabul
  • د قزاقستان اقتصاد وزیر سره د سوداګرۍ د وزیر لیدنه

د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د اقتصاد وزیر سره په لیدنه کې د تیلو، غنمو، اوړو او نورو خوراکي توکو سکتورونو کې د همکارۍ پراختیا غوښتنه وکړه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې نورالدین عزیزي قزاقستان ته د خپل سفر په جریان کې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د اقتصاد وزیر ژومان گارین سره ولیدل.په بیان کې ویل شوي چې دواړو خواوو د سوداګریزو اړیکو په پراختیا او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د حجم په زیاتوالي او د همکارۍ د پراختیا غوښتنه یې وکړه.