-
د اوربند تړون نه خپریدو په اړه د مجاهد څرګندونې
عقرب 01, 1404 13:59د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند تړون لا وروستی شوی نه دی او د هغه د محرمیت په اړه نیوکې ریښتیا ندي. هغه وویل چې کله سند نهایی شي، نو جزئیات به یې خپاره شي.
-
ترکمنستان ته د سرپرست حکومت د پلاوي سفر
عقرب 01, 1404 13:58د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن پنجشنبه په یوه خبرپاڼه کې ترکمنستان ته د یاد وزارت د وزیر نورالدین عزیزي د سفر خبر ورکړ.
-
ازبیکستان څخه د وارداتي برېښنا د پرچاوۍ دوام
عقرب 01, 1404 13:57د یوې اونۍ په تيرېدو سره لا هم ازبیکستان څخه افغانستان ته وارداتي برېښنا نه ده نښلول شوې چې له امله یې د هیوادوالو لپاره ګڼې ستونزې رامنځته کړي دي
-
مشهد کې د ولایتي دیپلوماسۍ دوېیمه ناسته
عقرب 01, 1404 13:56د ولایتي ډیپلوماسۍ دویمه غونډه په مشهد کې د ګاونډیو سیاستونو، د ترانسپورت او ګمرکي ټرانزیټ زیربنا پراختیا، او انرژۍ په اړه د ځانګړي ګردي میز بحث په موخه جوړه شوه، چې د بهرنیو چارو د وزیر اقتصادي مرستیال او د ترانسپورت شرکتونو او خصوصي سکتور په ګډون سره د ایران په خراسان رضوي کې ترسره شوه.
-
د فرانسې زندان څخه د مهدیه اسفندیاري آزادیدل
عقرب 01, 1404 13:55د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د فرانسې له بندخونې څخه د ایراني څېړونکې مهدیه اسفندیاري د خوشې کېدو خبر ورکړ.
-
خطر سره د مخ افغان کډوالو نه ایستلو په اړه د پاکستان پرېکړه
عقرب 01, 1404 13:55د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې امنیتي ادارو او د کډوالۍ چارواکو ورته ویلي هغه افغانان چې په افغانستان کې له خطرناکو شرایطو سره مخ دي، له خپل هیواده ونه باسي.
-
لویدیځه غاړه باندې د صهیونیستانو پوځي برید
عقرب 01, 1404 13:54نن سهارد اشغالګر رژیم پوځ د قدس ، تابلس ، جنین ، الخلیل او رام الله په ګډون د لویدیځې غاړې په مختلفو سیمو باندې یو لړ بریدونه پیل کړل، چې ګڼ شمیر فلسطینیان یې ټپیان کړل.
-
د قاچاقي سفر په تور د یو شمېر کسانو نیول کیدل
عقرب 01, 1404 13:53د سرپرست حکومت سرحدي ځواکونو د هرات ولایت په ګلران ولسوالۍ کې د لسو قاچاقبرو په ګډون د شپږ اتیا کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.
-
زیمبابوې افغانستان ته ماتې ورکړه
عقرب 01, 1404 13:52د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د زمبابوې پر وړاندې د ټیسټ لوبه د درې اویا منډو په توپیر وبایلله.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
میزان 30, 1404 13:29د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه