اوربند څخه وروسته غزه کې د ورځې ۱۰ فلسطینیانو شهادت
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i47305-اوربند_څخه_وروسته_غزه_کې_د_ورځې_۱۰_فلسطینیانو_شهادت
په غزه کې د اوربند له تړون څخه وروسته هم د ملکي وګړو پر وړاندې سیستماتیک تاوتریخوالی مخ په زیاتیدو دی.
(last modified 2025-11-01T07:51:30+00:00 )
عقرب 10, 1404 12:20 Asia/Kabul
  • اوربند څخه وروسته غزه کې د ورځې ۱۰ فلسطینیانو شهادت

په غزه کې د اوربند له تړون څخه وروسته هم د ملکي وګړو پر وړاندې سیستماتیک تاوتریخوالی مخ په زیاتیدو دی.

د اروپا-مدیترانې د بشري حقونو د څار ادارې راپور ورکړی چې صهیونیستي رژیم په غزه کې د اوربند له پیل راهیسې په اوسط ډول هره ورځ لس فلسطینیان شهیدان کړي دي.راپور زیاته کړې چې په دې موده کې په اوسط ډول هره ورځ اته ویشت کسان ټپیان شوي دي.د فلسطین د معلوماتو مرکز راپور ورکړی چې د صهیونیستي رژیم پوځي ځواکونو د اوربند له پیل راهیسې دوه سوه نولس فلسطینیان شهیدان کړي دي، چې پنځه اتیا ماشومان هم پکې شامل دي.په دې موده کې شاوخوا شپږ سوه نور ټپیان شوي هم دي.