د خبر برخه
  • د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه

    د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه

    سرطان 09, 1405 17:10

    د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه

  • د ۲۰۲۶ فوټبال نړۍوال جام سیالیو دوام

    د ۲۰۲۶ فوټبال نړۍوال جام سیالیو دوام

    سرطان 09, 1405 17:01

    د دوه زره شپږ ویشتم کال د فیفا نړیوال جام سیالۍ نن سهار هم دوام درلود او مختلفو ټیمونو هڅه وکړه چې په یوه سخته او پریکړه کوونکې سیالۍ کې وړاندې تګ ته لاره هواره کړي.

  • په افغانستان د بریدونو په پایله کې د پاکستان سفارت د تړلو احتمال

    په افغانستان د بریدونو په پایله کې د پاکستان سفارت د تړلو احتمال

    سرطان 09, 1405 16:54

    د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی چې که پاکستان په افغان خاوره خپلو بریدونو ته دوام ورکړي نو ممکن په کابل کې د دغه هېواد سفارت وتړل شي. په ورته وخت کې د افغانستان په خاوره د پاکستان بریدونه د نړیوالې ټولنې له غندلو سره مخ شوي دي.

  • هرمز تنګي کې د بهرنیو پر نه لاسوهنې د ایران ټینګار

    هرمز تنګي کې د بهرنیو پر نه لاسوهنې د ایران ټینګار

    سرطان 09, 1405 16:49

    د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو خبرداری ورکړی چې د هرمز تنګي وضعیت به هیڅکله هم پخوانۍ حالت ته ونه ګرځي او د دې سیمې مدیریت به د ایران او د تنګي د ساحلي هیوادونو په لاس کې وي او بهرنيان به هیڅکله په دې مسله کې د لاسوهنې حق ونلري.

  • د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه

    د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه

    سرطان 08, 1405 18:05

    د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه

  • د افغانستان په اړه د شانګهای او ملګرو ملتونو سلامشورې

    د افغانستان په اړه د شانګهای او ملګرو ملتونو سلامشورې

    سرطان 08, 1405 18:04

    د شانګهای همکارۍ سازمان او ملګرو ملتونو ترمنځ د څلورم پړاو د مشورو د مهمو موضوعاتو په ډله کې د افغانستان او منځنۍ اسیا امنیت وو. دواړو خواوو په نیویارک کې په یوه غونډه کې په افغانستان کې د ثبات د تامین، د سیمه ییزې سولې او امنیت د ساتلو او د ګډې همکارۍ د پراخولو په هڅو بحث وکړ.

  • د کانونو په برخه کې د ایران همکارۍ ته د افغانستان لېوالتیا

    د کانونو په برخه کې د ایران همکارۍ ته د افغانستان لېوالتیا

    سرطان 08, 1405 17:57

    د ایران اقتصادي چارواکي وايي چې افغانستان د ایران د تخنیکي، انجینرۍ او ټرانزیټ ظرفیتونو سره علاقه لري ترڅو د خپلو پراخو معدني زیرمو څخه ګټه پورته کړي. د ایران او افغانستان د ګډې خونې مشر د افغانستان په تریلیون ډالري کاني زېرمو په ټینګار سره ایران د دې سکتور د پراختیا لپاره ترټولو مناسب شریک یاد کړ؛ یوه مسله چې د کابل او تهران ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د زیاتوالي او د امریکا د دوامداره اقتصادي فشار په رڼا کې ډیر اهمیت لري.

  • په مخدره توکو د روږدو د درملنې لپاره ۳۰ ځانګړي مرکزونه

    په مخدره توکو د روږدو د درملنې لپاره ۳۰ ځانګړي مرکزونه

    سرطان 08, 1405 17:54

    په افغانستان کې د نشه یي توکو د کارونې زیاتوالي عامې روغتیا وزارت دې ته وهڅاوه چې د مخدره توکو د روږدو کسانو لپاره د درملنې مرکزونه ډېر کړي. د یاد وزارت چارواکي وايي چې اوس مهال په هیواد کې د مخدره توکو د روږدو کسانو لپاره له دیرشو څخه ډیر ځانګړي د درملنې مرکزونه فعالیت کوي، او هر کال له څلوېښت زره څخه ډیر روږدي کسان د درملنې او مسلکي روزنې وروسته ټولنې ته ستنېږي.

  • د هېواد په درېیو ولایتونو د پاکستان هوايي بریدونه

    د هېواد په درېیو ولایتونو د پاکستان هوايي بریدونه

    سرطان 08, 1405 17:36

    د افغانستان په دریو ولایتونو د پاکستان هوايي بریدونو یو ځل بیا د کابل او اسلام آباد ترمنځ تاوتریخوالی زیات کړی دی. سرپرست حکومت وايي چې په دې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ دېرش ملکي وګړي شهیدان او یو سل او دري شپېته نور ټپیان شوي دي. د حکومت ویاند ویلي چې د تېرې شپې بریدونه بې خوابه نه پرېږدي.