-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
سرطان 06, 1405 17:44د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د نړۍوال جام راتلونکي پړاو ته د تګ لپاره د ایران هڅه
سرطان 06, 1405 17:40د ایران د فوټبال ملي لوبډلې د دوه زره شپږ ویشتم کال د نړیوال جام په وروستي ګروپي پړاو لوبه کې له مصر سره یو پر یو مساوي لوبه وکړه چې په پایله کې یې دوی درې امتیازونو سره په جي ګروپ کې دریم مقام خپل کړ. اوس د ایران د مخته تګ چانس د ایل ، جې او کا دریو لوبو پایلو پورې اړه لري.
-
د لبنان او صهیونیستي رژیم سولې سره مخالفتونه
سرطان 06, 1405 17:37د بیروت او تل ابیب ترمنځ د یوه تړون له اعلان سره همهاله په زرګونو لبنانیانو د لاریون په ترڅ کې سړکونو ته راووتل. په داسې حال کې چې حزب الله تړون سره خپل مخالفت اعلان کړ خبرداری یې ورکړ چې د مقاومت له ارادې پرته به هیڅ اقدام ونه شي.
-
ننګرهار کې د افغانستان او ایران ناسته
سرطان 06, 1405 17:35د افغانستان د څلورو ختیځو ولایتونو د والیانو او د ایران د جنوبي خراسان او رضوي خراسان د والیانو ګډه غونډه به ډېر ژر په جلال آباد ښار کې جوړه شي. د دې غونډې موخه د ختیځو ولایتونو او ایران ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د سوداګرۍ پراختیا ده.
-
د مخدره توکو د کښت او قاچاق کمښت
سرطان 06, 1405 17:32مخدره توکي هغه پدیده وه چې افغانستان په تیرو کلونو کې ورسره لاس او ګریوان وو خو د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر په خپل وروستي راپور کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د کوکنارو په کښت بندیز راهیسې دا کښت پنځه نوي سلنه کم شوی.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
سرطان 04, 1405 17:24د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د شانګهای سازمان کې د کابل غړیتوب سره مخالفت
سرطان 04, 1405 17:20د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي دي چې سرپرست حکومت د شانګهای همکارۍ سازمان کې بشپړ غړیتوب غواړي؛ خو هغه وویل چې د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي د مخالفت له امله افغانستان لا تر اوسه په بشپړ ډول د دې سازمان په فعالیتونو کې برخه نشي اخیستلی.
-
هېواد کې د محرم لسمې ورځې مراسم
سرطان 04, 1405 17:17د عاشورا ورځې سره همهاله په ټول هیواد کې په ځانګړې توګه په کابل کې د حضرت امام حسین (ع) د شهادت د یاد لپاره د ماتم مراسم ترسره شول.
-
د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د عاشورا شانداره مراسم
سرطان 04, 1405 17:13د حضرت امام حسین (ع) د عاشورا د ورځې د ویر مراسم تېر ماښام او نن د روسیې، انګلستان، جرمنی او یو شمېر اروپایی او اسیایی هېوادونو په ګډون په ټوله نړۍ کې ترسره شول.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
سرطان 03, 1405 17:22د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه