د هېواد په درېیو ولایتونو د پاکستان هوايي بریدونه
سرطان 08, 1405 17:36 Asia/Kabul
د افغانستان په دریو ولایتونو د پاکستان هوايي بریدونو یو ځل بیا د کابل او اسلام آباد ترمنځ تاوتریخوالی زیات کړی دی. سرپرست حکومت وايي چې په دې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ دېرش ملکي وګړي شهیدان او یو سل او دري شپېته نور ټپیان شوي دي. د حکومت ویاند ویلي چې د تېرې شپې بریدونه بې خوابه نه پرېږدي.